اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي اولس ته د اختر رخصتې په مهال په كورونو كښې د پاتې كېدو هدايت كولو سره وئيلي دي چې كه احتياط ونه كړے شي نو صورتحال خرابېدې شي. د خالي په ور?? د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې حكومت د مئي د 10مې نېټې نه د مئي تر 15مه نېټه د اختر د رخصتې اعلان كړے. د رخصتې په مهال به كاروبار او ټرانسپورټ بند وي. كريانه، مېډيكل سټورونه او روغتونونه به پرانستي وي. صدر ووئيل چې چكرو لپاره دې خلق بهر لاړ نه شي، لارې به بند وي، چرته چې د اولس ګڼه ګوڼه وي، هلته به د كورونا وائرس هم وي. صدر مملكت ووئيل چې په هند او نور هېوادونو كښې په كورونا كښې تندي را??لې. ده ووئيل چې د اختر په شپه به كاروبار په م??مل توګه بند وي. صوبائي او مركزي حكومت دې په دې عمل باوري كړي. ده ووئيل چې د پاكستان معيشت ښه كېږي، كه احتياط ونه كړے شو نو صورتحال خرابېدې شي. صدر مملكت عارف علوي اولس ته د م??مل احتياط كولو خواست وكړو.