اسلام آباد 29 جون(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان ??ئېلي دي پاكستان او چين د 70 كلونو نه د ملګرتيا اړيكې لري او په دې اړيكو هېڅ څيز اثر نه شي پرېباسلے ۔د چين سركاري مېډيا ټي وي(سي جي ټي اېن)سره په يوه خاص مركه كښې وزيراعظم عمران خان د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو تفصيلي ذكر وكړو۔وزيراعظم عمران خان د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې هر څه وشي كه په مونږ هر څوك فشار واچوي د پاكستان او چين اړيكې نه شي بدلېدې۔ده ووئيل په منطقه كښې يوه عجيبه او طاقتوره مقابله شوې او هر چاته معلومه ده۔امريكې يو سيمه ايز اتحاد تشكيل كړو كوم ته چې د كواډ نوم وركړے شو چې پك??ې هند او ځينې نور هېوادونه شامل دي۔پاكستان د دې نظر څخه فكر كوي چې دا د امريكې او نورو مغربي طاقتونو ناانصافي ده چې د پاكستان ??شان ??ېوادونه د چا طرف داري وكړي۔وزيراعظم واضحه كړه چې كه په پاكستان ??شار واچولې شي چې هغه په خپلو اړيكو كښې بدلون راولي يا چين سره دې خپلې اړيكې ډاؤن ګرېډ كړي نو داسې به ونه ش??۔د?? ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې ډېرې ژورې دي٬دا اړيكې نه يوازې د حكومتونو بلكې د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه دي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان ??له هم په سياسي يا نړيواله كچه چې مشكل سره مخ شوے يا خپل كاونډي هېواد سره په شخړو كښې راغلے نو هغه وخت چين تل پاكستان سره اودرېدلے۔ده ووئيل د چين اولس د پاكستاني اولس په زړونو كښې خاص مقام لري۔??اس?? داسې دوستان ??اد ساتۍ كوم چې هر وخت ??اس?? سره ولاړ وي۔وزيراعظم عمران خان ??وئيل په ښه وخت ك??ې هر يو ??اس?? سره اودرېږي خو ??اس?? ته هغه خلق ياد وي كوم چې په سختو او بدو وختونو ك??ې هم ??اس?? سره اودرېږ??۔د?? ووئيل پاكستانے اولس د چين اولس سره يوه خاص مينه لري٬د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين يو بل سره ولاړ دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي او په نړيواله كچه اړيكې قوي شوي۔د چين پاكستان اقتصادي لارې ذكر كولو سره وزيراعظم عمران خان ??وئيل سي پیك يوه لويه پروژه ده په كومه چې كار روان دے او د پاكستان اقتصادي س??اؤ?? دې سره تړون لري