اسلام آباد۔7جولائی (اے پی پی) خارج وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاک چین تل پاتې ستراتیژیکې همکاري په سیمه کښې د سولې او ثبات بنيادي سرچینه ګرځیدلې۔زمونږ د 7 لسیزو سفر د یووالي ، د دوه اړخيزه قوي باور او ??مغږۍ عكاس دے۔ مونږ د سي پېك پېشرفت ٬ د روانو منصوبو په وخت ترسره كېدو او ??عاشي او سماجي پرمختګ ته د خپلې خاص پاملرنې پوخ عزم كوؤ۔ مونږ د پرمختيائي همكارۍ ٬ د رابطو په بحالولو او د سيمه ايز امن د لارې پ??كستان د پرمختګ په لوري تلونكے او په معاشي توګه يو مضبوط او ??عاله هېواد جوړول غواړؤ۔ خارجه وزير د شورؤ په ورځ د پاکستان چین 70 كاله: يوه ځانګړې دوه اړخيزه همكارۍ‘ په بابله د كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان او چین تهذیبی همكاران دي۔ زمونږ تاریخي اړیکې د شاهراه رېشم پخوانۍ زمانې سر?? تعلق لري. مونږ د کلیدي ګټې په چارو د یو بل مرسته كړی۔ پاکستان تل د “ون چین پالیسۍ” سر?? سر?? د تایوان ، تبت ، سنکیانګ ، هانګ کانګ او د سویلي چین سمندري مسائلو په حقله هم د چين ملاتړ كړے ۔ چین تل زمونږ مهمو ستراتیژیکې ، اقتصادي او ??رمختیايي ترجيحات سر?? ولاړ پاتې شوے۔ چين د كشمير په شخړه هم د پاكستان د دريځ تل ملاتړ كړے۔د بهرنیو چارو وزیر ووئیل زموږ “تل پاتې ستراتیژیکې همکاري په سیمه کښې سولې او ثبات لپاره سرچينه ګرځېدلې۔ د پاکستان او چین ملګرتيا د دواړو هیوادونو د خلقو په زړونو او ذهنونو کښې ژورې جرړې لري۔ خارجه وزير ووئيل د كورونا وبا خپرېدو نه وروستو چين د كورونا په ضد جنګ كښې د پاكستان مرسته كړې۔ چين د 60 نه زياتې الوتكې د طبي سامان پاكستان ته رالېږلي۔ په كورونا وېكسين كښې هم زمونږ دوه اړخيزه مرسته مثالي پاتې شوې۔ ده ووئېل چين مونږ ته د كورونا وېكسين 35 لكه ډوز ډالۍ كړي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ پام جیوپالیټکس څخه جیو اکنامکس پلو منتقل شوے۔ مونږ د پرمختيائي همكارۍ ٬ د رابطو په بحالولو او د سيمه ايز امن د لارې پ??كستان د پرمختګ په لوري تلونكے او په معاشي توګه يو مضبوط او ??عاله هېواد جوړول غواړؤ۔ هغه ووئيل د سي پېحك په منصوبو كښې زيات پرمختګ د پاكستان او چين شريك عزم ته اشاره كوي۔ هغه ووئیل په لنډه موده كښې مو 19 منصوبې بشپړې كړې او په 28 نورو كار روان دے۔ دې سر?? سر?? 41 منصوبې په پائپ لائن كښې دي۔ په تېرو 7كلونو كښې د سي پېك د توان او ??وټروېز منصوبو كښې 70000 نه زياتې د روزګار موقعې رامخې ته شوي ۔ د كورونا وبا باوجود سی پیک د لوړ معيار پرمختګ نوې پ??اؤ ته رسېدلے۔ هغه ووئیل مونږ عزم لرؤ چې په سي پېك پېشرفت ٬ د روانو منصوبو په وخت بشپړېدو او ??عاشي او سماجي پرمختګ ته به خاص پاملرنه دوامداره ساتوو۔ خارجه وزیر ووئيل چين سر?? د سفارتي اړيكو 70 کاله بشپړېدل یوه ځانګړی موقع ده. هغه ووئيل هم دا وخت دے چې مونږ د خپل عزم پخلي كولو سر?? د تېرو 7 لسيزو په مهال ترلاسه كړې كاميابۍ ولمانځؤ او ??وې نوې جذبې سر?? مخ په وړاندې لاړ شوو۔ هغه ووئيل باور لرم چې زما دا وېنا به د هر يو پاكستاني وګړي د هيلو څرګندونه وي۔ هغه ووئيل مونږ سباؤن كښې چين سر?? ګڼ اړخيزه او د ورورولۍ اړيكو ته وده وركولو ته سترګې په لاره يؤ كومې چې نه يوازې د دواړو هېوادونو په ګټه دي بلكې دې سر?? به سيمه او ??ړۍ كښې امن ٬ ثبات ٬ پرمختګ او سوكالي هم باوري كړې شي