اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكست??ن او د تاجكستان ترمينځه تجارت٬دفاع٬توان٬سېلګرۍ او د كلتور په څانګو كښې اړيكو زياتولو ته اړتيا ده۔ده د تاجكستان دفاع وزير كرنل جنرل شير علي ميرزو سره د خيالاتو څرګندونه كړې چا چې د ??ور?? په ورځ ده سره ملاقات كولو۔صدر ووئيل پاكستان د تاجكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده ??وئيل د پاكست??ن او تاجكستان ترمينځه تجارت٬دفاع٬تو??ن او سېلګرۍ په څانګو كښې اړيكو زياتولو ته اړتيا ده۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو لپاره دې معاشي او د كلتوري پلاويو تبادلو ته وده ??ركړې شي۔ده ??وئيل د ګوادر بندرځاے او چين پاكست??ن اقتصادي راه??ار?? سره به د سيمه ايزو هېوادونو او تاجكستان پرمختګ له موقعې ترلاسه شي۔ تاجكستان د ګوادر بندر ځاے د لارې خپل سامان بهر هېوادونو ته برآمد كولو نه ګټه پورته كولې شي۔صدر په دې موقع د هند غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د مسلمانانو په ضد ظلمونو په اړه دفاع وزير ته ووئيل هند د افغانستان خاوره كارولو سره د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ كاروائيو كښې ككړ دے۔د افغانستان په حقله ده ??وئيل پاكستان په افغانستان كښې د امن او مفاهمت ودې لپاره هڅې كوي۔په دې موقع د تاجكستان دفاع وزير د پاكست??ن او تاجكستان ترمينځه د دواړو هېوادونو شريكې ګټې له د عسكري او دفاعي اړيكو زياتولو په حاجت زور راړو۔ده ??ه تود هركلي او مېلمستياﺀ كولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔