کوټلي 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د آزاد کشمير اولس له د ووټ د لارې خپل قسمت بدلول دي٬ د جولائي په 25مه نېټه په آزاد كشمير كښې ??م د لوي بدلون اميد دے، د مقبوضه کشمير د آزادۍ مقدمه به په هر نړيوال فورم وړاندې كوم، په مقبوضه وادۍ كښې ??ظلوم کشميريان د څو لسيزو راهسې د هند ظلمونو سره مخ دي، کشميريانو ته د خپلواكۍ پېدائشي حق ملګرو ملتونو وركړې دې٬ د مقبوضه سېمې او آزاد کشمير اولس به د خپل سباٶن پرېكړه پخپله كوي٬ د كشمير هلې ځلې زمكې لپاره نه بلكې بشري حقونو لپاره دي، هند به تر ډېرې مودې د كشميريانو د حريت جذبې په وړاندې ټېنګ پاتے نشي، نو??ز شريف بهر هېواد كښې خپلې اثاثې پټولو لپاره د مودي سهارا اخستې۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ په كوټلي كښې د تحريك انصاف تر سېوري لاندې انتخابي جلسې ته خپله وېنا كښې ??كړې۔ وزيراعظم ??وئيل په زړه پورې هركلي كولو سره د كوټلې د اولس مننه كوم۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ نه پوښتنه كوم چې ھغوي اولس د غربت نه بهر كولو لپاره څه اقدامات كړې دي، آيا دواړه سياسي ګوندونه دا وئيلې شي چې ھغوي كشميريانو له څه كړي دي۔ هند هېڅكله هم مسلمانان او نو?? اقليتونه مساوي وګړي نه دې ګِڼلي، هند كښ?? دا مهال د آر اېس اېس پلوي واكداران دي۔ ده ووئيل زه د زرداري او نو??ز شريف څخه پوښتنه كوم چې ھغوي څو ځله د آر اېس اېس معتصبانه سوچ بې نقابه كړې، په کشميريانو ظلمونه كوٶنكې مودې نو??ز شريف د خپلې نمسۍ په واده كښې رابللې٬ د پاكستان پخواني خارجه سېكتر دا انكشاف كړې چې نو??ز شريف هغه په هند د تنقيد نه منع كړې ؤ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل امريکې د نو??ز شريف او زرداري په رضامندۍ په پاكستان ډرون بريدونه كول۔ ده ووېيل په غربت كښې ??مي لپاره د احساس او كامياب پاكستان پروګرام د لارې رېكارډ فنډز مختص كړې شوې دي، د کامياب پاکستان پروګرام له مخې به د هرې بې وسه كورنۍ يو تن ته د سود نه پاكه قرضه وركولې شي٬ د پروګرام له مخې به د مستحق كورنۍ يو تن ته فني تربيه هم وركولې شي، د هرې بې وسه كورنۍ مشر ته به د صحت د ويړيا بيمې سهولت هم وركولې شي۔ ده ووئيل د کامياب پاکستان پروګرام له مخې به مستحق كورنيو ته د ضرورت په څيزونو سبسډي وركولې شي۔ وزيراعظم ??وئيل د آزاد کشمير اولس له د ووټ د لارې خپل قسمت بدلول دي٬ د مقبوضه کشمير د آزادۍ مقدمه به په هر نړيوال فورم كوم٬ هيله لرم چې د جولائي په 25مه نيټه به په آزاد كشمير كښې ??م لوے بدلون راشي، ده ووئيل په آزاد جمو و کشمير كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت دے٬ انتظاميه او الېكشن كمېشن د دوي ماتحت دي، لنډ مهاله حكومت هم نشته٬ د دې باوجود د ټګۍ چغې وهلې كېږي۔ آزاد کشمير كښې به سېلګرۍ ته وده وركولو لپاره اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل مقبوضه سيمه كښې کشميريان د څو لسيزو راهسې هندي ظلمونو سره مخ دي، کشميريانو ته د خپلواكۍ پېدائشي حق ملګرو ملتونو وركړې دې، د مقبوضه سيمې او آزاد کشمير اولس به د خپل سباٶن پرېكړه خپله كوي، د کشميريانو هلې ځلې زمكې لپاره نه بلكې بشري حقونو لپاره دي، هند به تر ډېرې مودې د كشميريانو د حريت جذبې په وړاندې ټېنګ پاتے نشي۔ جلسې ته د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور او سېنې??ر فېصل جاوېد سره سره د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ لپاره كوټلي څخه د تحريك انصاف كانديد ملك يوسف، انصر ابدالي، ملك ظفر او چوهدري محمد اخلاق هم وېنا وكړه