اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وفاقي ا?? صوبائي حكومتونو او سټېټ لائف كاپورېشن ته د صحت كارډ پروګرام په اړه د خاص يونټس تشكيل كولو سپارښتنه كړې كوم به چې د دې پروګرام په عملدرآمد مسلسل نظر ساتي ا?? كومې هم رامخې ته شوې مسئلې به په سمدستي توګه حل كوي ٬د اطلاعات وزارت په مرسته دې د پروګرام مناسب تشهير وكړے شي دغسې چې زيات نه زيات اولس د دې پروګرام نه مستفيد شي ا?? د دې د افاديت څخه خبر وي ۔د وز??راعظم عمران خان په مشرۍ كښې د روغتيا په څانګه كښې د حكومت تاريخي ا??دام”صحت سهولت كارډ”د لارې اولس ته د روغتيا معيارۍ سهوليات وركولو په اړه د جاج اغستو غونډه د شورو ??ه ورځ وشوه۔په غونډه كښې د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل٬د پنجاب د روغتيا وز??رې ډاكټر ياسمين راشد٬د خېبرپښتونخوا د روغتيا وز??ر تيمور سليم جهګړا٬ د هېلت ډيپارټمنټ وفاقي ا?? صوبائي سېكرټريز او نورو سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د صحت كارډ رسنې٬د مستفيد شوو كسانو شمېرو او تراوسه په دې پروګرام د راغلو خرڅونو او د دې په نتيجه كښې اولس ته په رسېدونكي رېليف تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول په خېبرپښتونخوا كښې كښې د صحت سهولت كارډ پروګرام د لارې بېلو سركاري ا?? پرائيوېټ روغتونونو كښې دوه لكه لس زره دوه سوه ايډميشنز د لارې په لاكهونو كسان مستفيد شوي په كوم چې تراوسه 5.3 اربه روپۍ خرڅ شوي۔غونډې ته ووئيل شول د صحت كارډ د لارې د 26 بېلو رنځونو علاج په لړ كښې اولس ته معيارۍ آسانۍ باوري كولې شي۔په دې كښې د زړه رنځ پشمول داسې ناروغۍ شاملې دي چې علاج يې لږ ګران او د غريبو كورنيو د مالي وسيلو څخه زيات وي۔غونډې ته ووئيل شول په پڼجاب ??ښې تراوسه 85 لكه كورنيو ته د صحت كارډ آسانې وركړی شوي۔وزيراعظم په دې رېليف د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل د صحت معياري سهولياتو اوسنے پروګرام د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې او تاريخي پروګرام دے۔وزيراعظم ووئيل د صحت سهولت كارډ د لارې د روغتيا په څانګه كښې يو نوے نظام تشكيل كېږي٬دې پروګرام سره به پرائيوېټ روغتونونه ښه شي۔ دغسې وز??راعظم وفاقي ا?? صوبائي حكومتونو او سټېټ لائف ته سپارښتنه وكړه چې د صحت كارډ پروګرام په اړه خاص يونټس جوړ كړئ