اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان حكومت او اولس د ك??مي??يانو سره ولاړ دے٬څه ډول ظالمانه جبر او ظلم د هغوي عزم كمزورے كولے نه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه په يوه قامي ورځپاڼه كښې ليكلې شوي خپل آرټيكل كښې كړې۔صدر ډاكټر عارف علوي په آرټيكل كښې ليكلې په 5 اګست د ك??مي?? خصوصي حېثيت ختمېدو نه پس د هند يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام دوه كاله تر سره شو۔دا دوه كاله د هغه خبرې يادګېرنه كوي چې په دې جديد دور كښې هم ك??مي??يان په يو عذاب كښې په ژوند كولو مجبوره شوي۔دا ورځ مونږ ته د دې خبرې احساس هم راكوي چې د ك??مي??يانو د آزادۍ جذبه د كومې اغاز چې د هغوي پلار نيكه د ډوګره راج په ضد د خپل حريت تحريك څخه كړؤ ؤ ٬اوس هم تازه دے۔ك??مي??يان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د تېرو اوو لسيزو راهسې هلې ځلې كوي او كوم هم ناوړه ظلم او سفاكيت د هغوي عزم كمزورے كولے نه شي۔ده ليكلي چې د پاكستان حكومت او اولس د ك??مي??يانو سره ولاړ دے٬مونږ عمر له د ك??مي??يانو د خواهشاتو او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د جمو او ك??مي?? شخړې امن ناكه حل له چمتو يو۔حكومت د ك??مي?? مسئله او د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزۍ په نړيواله كچه رامخې ته كولو له بشپړه ګامونه پورته كوي٬څو لسيزې پس په وړومبي ځل د ك??مي?? په مسئله په سلامتي كونسل كښې بحث شوے ٬نړيوالو مشرانو او نړيوالو خبريالانو هم په مقبوضه ك??مي?? كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د هند په ضد غږ پورته كړے ٬په آرټيكل كښې دا هم ليكلې شوي وزيراعظم٬كابينې او پارليمان د هند غېر قانوني مقبوضه جمو ك??مي?? كښې د 5 اګست 2019 راهسې راروان د هند كاروائيو غندنه كړې٬زمكيز صورتحال او د هندي عسكرو يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات څخه دا خبره ښكاره ده چې د ك??مي??يانو د شناخت ختمولو منصوب?? تندۍ سره روانه ده۔په زبردستۍ آبادياتي تناسب كښې بدلون راوستلو لپاره په پيړيو پخوانے د شهريت قانون بدلول هم د دې منصوبې يوه كړۍ ده۔ك??مي??يان د دې آبادياتي منصوبې څخه واقف دي٬۔په نومبر 1947 كښې د مهاراجه په مشرۍ كښې ډوګره نيم پوځي ډلو او آر اېس اېس درې لكه ك??مي??يان وژلي۔پوهانو وئېلي دغه قتل عام د حكومت په مشرۍ كښې د جمو چرته چې د مسلمانانو مجموعي آبادۍ 60 فيصده او واضحه اكثريت ؤ ٬د آبادياتي تناسب بدلولو يوه منصوبه وه٬د دغې نسل كشۍ او په زبردستۍ كډه كولو سره جمو كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدل كړے شوے۔نن يو ځل بيا دغه ډول خطرې سره ك??مي??يان مخ كېږي۔ده ليكلي د اولسي ځايونو اسلامي نامې هم بدلوي دغسې په زبردستۍ د حد بندۍ د لارې د مسلمانانو نمائندكي په منصوعي توګه د كمولو اقدامات د ك??مي??يانو د منفرد شناخت ختمولو يوه بله منصوبه ده۔دا اقدامات د مقبوضه جمو ك??مي?? اولس د خواهشاتو برعكس د آرټيكل 370 او 35 اے يو اړخيزه غېر قانوني منسوخۍ سره ممكن شوې دغسې پاكستان مقبوضه جمو ك??مي?? كښې د هندي آئين د كوم هم آرټيكل اطلاق چرې منلے نه دے خو آرټيكل 370 او 35 اے منسوخۍ په نتيجه كښې په زمكيز صورتحال كښې زيات بدلون راغلے۔دا د دوه اړخيزه لوظ نامو او قراردادونو خلاف ورزي ده۔ده ليكلي نن په هر يو ك??مي??ي يو هندے عسكر مسلط دے٬نن ګڼ سياسي لارښود٬استاذان٬كارمندان٬خبريالان او زده كوونكي د تور قوانين او د دروغو تورونو ترمخه په زندانونو كښې پراته دي د هغوي سره غېر انساني او ناروه سلوك په وجه د هغوي ځان ته خطر پیښ دے۔صدر ليكلي چې د بي جے پي حكومت دا ثابته كړې چې د هندتوا نظريې سره د ك??مي?? سياسي تشخص٬تاريخي ورثې٬سيمه ايز امن او نړيوال اقدار ته خطر دے۔په مقبوضه ك??مي?? كښې د بشري حقونو په ضد كاروائيو څخه پام اخوا كولو لپاره هند پاكستان په نړيواله كچه بدنامولو له يو منظم كمپائن پېل كړے ۔د هند د پاكستان په ضد ډنډورې او د ترهه ګرۍ د ملاتړ كولو رپورټ څخه واضحه ده چې هند زمونږ په هېواد كښې د ترهه ګرۍ مشري كوي٬په اوسنيو كښې د اروپائي ائتلاف نړيوال شهرت لرونكي “ډس انفولېب” د جعلي غېر سركاري تنظيمونو او د جعلي وېب پاڼو د لارې ملګري ملتونه او اروپائي پارليمان ګمراه كولو لپاره د پاكستان د بدنامولو د چالونو څخه پرده لرې كړې۔ده ليكلي زه نړۍ ته د خواست كولو سره سره د يوې خبرې يادګېرنه كول غواړم چې هغوي د ك??مي??ي اولس او د انسانيت اقدارو ترمخه ك??مي??يانو له د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وركولو لپاره هند پابند كړي او هغه ورځ لرې نه ده چې ك??مي??يان به د هند د تسلط څخه آزاد شي٬انشاﺀالله