اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن و??يلي دي نې??نل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر(اېن سی او سی) د اولې ورځې نه تر اوسه د كورونا وباﺀ مخنيوي له د سائنسي او زمكني واقعيتونو په اساس پرېكړې كړې دي۔ د وزیراعظم عمران خان د وژن له مخې او او د اېن سی او سی په لارښودنه عمل كولو سره حكومت د سمارټ لا?? ډاؤن يوه متوازنه تګلاره خپله كړه چې محور ئې بې وزله او دېھاړي دار طبقه وه۔ د اتورا په ورځ د اېن سي او سي د 500 ورځو په بشپړېدو د مباركۍ پېغام کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل نن د پاك پروردګار په فضل او بيا د اېن سي او سي د هڅو له امله پاكستان د كورونا د څلورمې چپې كاميابۍ سره مقابله ك??ي۔ نن دلته د كورونا وائرس شرح د نورو هېوادونو په مقابله كښې كمه ده۔ د سمارټ لا?? ډاؤن تګلارې ټولې نړۍ ستائنه كړې ده۔ مونږ د کورونا ناروغۍ سره مبارزه هم وکړه او اقتصاد مو هم مضبوط كړو۔ هغه ووئیل که چرې په هیواد کښې بشپړه لاګ ډاؤن شوے وے نو ?? دې ناوړه نتيجې رامخې ته كېدې شوې۔ هغه ووئيل د کورونا په محاذ كاميابۍ د اېن سي او سي د پرله پسې هڅو له امله ممكن شوې٬ په دې مونږ د اېن سي او سي ټولې ډلې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔