اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) د نېشنل كمانډ اتهارټي 25مه غونډه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي٬دفاع وزير پروېز خټك ٬خزانې وزير شوكت ترين٬د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ د آرمي٬نيول او د ايئر فورس مشرانو٬د آئي اېس آئي ډي جي پشمول د اېن سي اے ټولو غړو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ اېن سي اے د پاكستان ستراتېژېكي اثاثو كوټلي امنيت باوري كولو لپاره د نېشنل كمانډ اينډ كنټرول سسټم سره سره په حفاظتي اقدامات د ب??پړه باور څرګندونه وكړه۔اېن سي اے د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان به د يو ذمه واره اتومي رياست په توګه د جوهري سلامتيا او د جوهري عدم پهېلاؤ اقدامات ښه كولو له په نړيوالو هڅو كښې معنی لرونكے كردار ترسره كوي۔ دغسې اېن سي اے ته په سيمه كښې ?? شخړو موجوده صورتح??ل په حقله بريفنګ وركړے شو۔اېن سي اے روايتي او ستراتېژكي څانګو كښې په لويه توګه د وسلو په عدم توازن د تشويش څرګندونې سره ووئيل اېن سي اے دا پېشرفت د امن او سلامتيا لپاره زيان ګڼي او په دې خبره زور راوړي چې پاكستان به د وسلو په زغل كښې ?? شاملېدو نه بغېر په سيمه كښې ??تراتېژېكي استحكام باور كولو لپاره ټول اقدامات كوي۔اېن سي اے د لږې نه د لږې ډيټرنس پالېسۍ له مخې فل سپيكټرم ډېټرنس د ب??قرار ساتلو پخلے وكړو او د ستراتېژېكي صلاحيتونو په پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔