اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د حكومت او اپوزېشن پارليماني نمائندګانو د قامي اسمبلۍ س??يك?? اسد قيصر سره د نهې په ورځ ??اښام په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د ټاكنو اصلاحاتو په اړه بحث وشو۔په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق راغلو چې د دواړو ايوانونو قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو پشمول يوه پارليماني كمېټي جوړه كړی شي كومه چې د ټاكنو اصلاحاتو په اړه په بېلو چارو كار وكړي۔په ملاقات كښې دا پريكړه هم وشوه چې د كمېټۍ جوړولو لپاره دې په دواړو ايوانونو كښې تحريكونه وړاندې كړی شي۔په ملاقات كښې پريكړه وشوه چې د قامي اسمبلۍ س??يك?? به د پ??رليماني مشرانو سره د مشاورت نه پس د انتخابي اصلاحات كمېټۍ غړي ټاكي ۔د قامي اسمبلۍ س??يك?? سره شوي ملاقات كښې وفاقي وزيرانو پروېز خټك٬شفقت محمود٬د قامي اسمبلۍ غړو محترمه شاهده اختر علي٬سيد نويد قمر٬رانا ت??وير حسېن او مرتضٰی جاوېد عباسي هم شامل وو