اسلام آباد، نیویارک۔24ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محم??د قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن او استحكام منطقې لپاره زيات مهم دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې په مهال په نیویارک کښې له خپل جاپاني همڅنګ توشي میتسو موتیجي سره ملاقات وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخیزو اړیکو ، د افغانستان په وضعی?? او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان له جا??ان سره خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي. پاکستان جا??ان خپل یو باوري پرمختیایي ملګری ګڼي.مخدوم شاه محم??د قریشي ووئیل مونږ اراده لرو چې روان كال 2022 كښې د پاكستان او جا??ان سفارتي اړيكو 70 كليزه جوش او جذبې سره ولمانځؤ۔ خارجه وزير پاك جا??ان دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرس??ه زياتولو له د شريكو هڅو كارولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محم??د قرېشي خپل جاپانے سيال د افغانستان رامخې ته كېدونكي صورتحال سره اړوند د پاكستان نقطه نظر نه هم خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې تلپاتې امن او استحكام منطقې لپاره زيات مهم دے۔٬ افغانستان كښې د وده موندونكي انساني او معاشي بحران حتمولو له ضروري ده چې نړيواله ورورولۍ د افغانانو مرسته باوري كړي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محم??د قرېشي د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو او نړيوال قانون سنګينو خلاف ورزيو په ثبوتونو مشتمل يو “ډوزیئر” هم جاپانی سيال ته وړاندے كړو