اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي هيله څرګنده كړې چې برتانيه به كشميريانو ته د هند د استبداد څخه نجات وركولو او د دوي د خپلواكۍ جائز حق لپاره خپل موثر كردار ترسره كړي٬ نړيواله ټولنه دې افغان??تا?? د انساني بحران څخه بچ كولو لپاره دوي سره بشري او معاشي مرسته باوري كړي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په لندن كښې د برتانيې خارجه وزيرې الزبته ټرس سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د پاك??تا?? او برتانيې په دوه اړ??يز?? اړيكو د شريكې خوښې په ګڼ اړ??يز?? څانګو كښې د دوه اړ??يز?? مرستې په وده او د سيمه ايز سلامتيا پشمول په مهمو چارو خبرې وشوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د برتانيې خارجه وزيرې ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د پاك??تا?? او برتانيې ترمينځه يې د دوه اړ??يز?? اړيكو استحكام او د برتانيې وزيرې سره په ګډه د كار كولو اشاره وركړه۔خارجه وزير د برتانيې خارجه وزيره په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو او د منطقې امن ته د ورپیښو خطرو څخه خبر كړه او وې وئېل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د برتانيې په پارليمان كښې مباحثه د ستائنه وړ ده۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغان??تا?? په صورتحال خبرې وكړې۔خارجه وزير ووئيل چې په اوسني صورتحال كښې د پاك??تا?? وړومبۍ ترجيح په افغان??تا?? كښې د پېدا كېدونكي انساني بحران څخه بچ كېدل دي۔ده ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د تېر وخت د غلطو څ??ه زده كړه كولو سره افغان??تا?? يوازې پرې نه ږدي۔پاك??تا?? د كابل څخه د لس زرو نه زياتو د غېر ملكي وګړو په حفاظت سر ويستلو كښې مرسته كړې۔خارجه وزير د برتانيې خارجه وزيرې ته د پاك??تا?? او برتانيې د ستراتېژېكي مذاكراتو د پنځمې ??اج اخستنې غونډې په اړه د پاك??تا?? د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔