اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ??ين??ا سره ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او دف??عي مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ د خارجه دف??ر وياند لمخې خارجه وزير د نهې په ورځ د ??ين??ا خپل همڅنګ ريچل اومامو سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او اقتصادي مرسته او افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ??ين??ا سره خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ انګېج افریقا پالیسی زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ هغه ووئيل پاكستان ??ين??ا سره ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او دف??عي مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ خارجه وزير د اكتوبر مياشتې لپاره د سېكورټي كونسل د صدارت منصب په سنبالولو د ??ين??ا خارجه وزير ته مباركي وركړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په رامخې ته كېدونكې وضعه هم تفصيلي خبرې وكړې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د نزدې ګاونډي هېوادو كېدو په حېث افغانستان كښې په رامخې ته كېدونكي انساني او معاشي بحران ژوره اندېښنه لرؤ٬ كه افغانستان كښې وضعه لا خرابه شوه نو د افغان كډوالو مسئلې سره سره زيات شمېر نور مضمرات به رامخې ته شي٬ ضرورت د دې خبرې دې چې نړيواله ورورولي د افغانانو انساني او معاشي مرستې لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي۔ خارجه وزير خپل کینین همڅنګ ته په نېروبي كښې سعودي عربستان ته د تللو په انتظار كښې د ناستو پاكستاني وګړو فوري مرستې كولو خواست وكړو۔ کینین خارجه وزير ریچل اومامو خ??ل پاكستاني همڅنګ ته په دې لړ كښې زر تر زره د هر ډول ممكنه مرستې كولو باور وركړو