مدينه منوره 23 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران ??ان په رياض كښې كېدونكې د مېنځني ختيځ ګرين اقدام د مشرانو په غونډه كښې ګډون ك??لو لپاره په درې ورځنې سركاري دوره مدينه منوره ??ه ورسېدو. خارجه وزير شاه محمود قريشي، د توان وزير حماد اظهر او د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم هم وزيراعظم سره دي. د مدينه منوره په هوائي اډه د مدينه نائب ګورنر شهزاده سعود بن خالد الفېصل د وزيراعظم تود هركل?? وكړو. عمران ??ان په روضه رسول صلی الله عليه وآله وسلم حاضري وكړه او نوافل ئې ادا كړل. وزيراعظم د پاكستان پرمختګ او خوشحالې سره سره د اسلامي امت اتحاد لپاره دعا هم وكړه. وزيراعظم عمران ??ان ?? سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ??ن عبدالعزيز په بلنه د سعودي دوره كوي. وزيراعظم به د مشرانو په غونډه كښې د ګډون ك??لو نه علاوه د پاكستان ??عودي سرمايه كارې په فورم كښې ګډون كوي او د سعودي مشرتابه سره به دوه اړخيزه ملاقات هم كوي. وزيراعظم به د مشرانو په غونډه كښې د ليډ سپيكر په توګه د پاكستان ?? تجربو نه ګډون كوونكي خبروي. د پاكستان ?? بلين ټري سونامې پروژې كاميابي د سعودي پشمول په نړيواله كچه ستائيل شوې ده. د دورې په مهال د وزيراعظم په سعودي كښې پاكستانې ټولنې سره ملاقات هم متوقع دے.