اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي)بيلجيئم، لکسمبرګ او اروپائي ائتلاف كښې د پاکستان سفيرظهير اے جنجوعه وئيلي دي چې هندي واكدارانو د خپل غېر ق??نوني كرېك ډاٶن٬ پوځي محا??رې څخه كشميريان د خپلو بنيادي بشري حقونو او آزادۍ څخه محروم ساتلي دي۔ د تورې ورځ په موقع خپل پېغام كښې سفير سفيرظهير اے جنجوعه ووئيل نړيواله ورورولي دې خپل كردار لوبولو سره په هند فشار واچوي چې ھغوي په سمدستي توګه ماورائے عدالت وژنې بند كړي٬ پوځي محاصره ختمه كړي٬ د پنځم اګست كال 2019م غېر ق??نوني او يو اړخيزه اقدام بېرته واخلي او د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالې ادارې او تنظيمونه٬ مبصرينو او نړيوالې ميډيا ته مق??وضه سيمې ته د رسنې اجازه وركوي۔ ده ووئيل په مق??وضه جمو و کشمير كښې هندي ظلمونه بې نقابه كولو لپاره د بې ګناه كشميريانو غږ جوړ شۍ او د يو قوي نړيوال ردعمل څرګندونه وكړۍ