اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره په تندۍ سره راوانو??و لپاره د لوستو مېرمنو شمېره زياتولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي حكومت د مېرمنو تعليم سره سره دوي هنرمندې جوړولو ته هم پام لرنه كوي دغسې چې د دوي مالي شموليت باوري كړے شي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د لېنګ لېنډز سكول ??ېنډ كالج چترال پرنسپل كېري شوفيلډ په مشرۍ كښې د انجونو زده كوٶنكو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ پلاوي سره په خبرو كښې صدر ووئيل هېواد ته د زياتو لوستو مېرمنو ضرورت دے دغسې چې دوي د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده و??ئيل مېرمنو له د كامياب جوان پروګرام د لارې په آسانو شرائطو او ضوابطو كاروباري قرض وركولو سره دوي په مالياتي توګه اختيارمندې كو??و لپاره اقدامات كوٶ دغسې چې دوي خپل كاروبار پېل كړے شي۔ صدر د تعليم په مېدان كښې د لېنګ لېنډز سكول ??ېنډ كالج د كردار ست??ئنه و??ړه كوم چې د ميډيكل او انجينئرنګ په څانګو كښې يو شمېر پوهان او پروفېشنلز پېدا كړي۔ ده د كالج انتظاميې په خاص توګه د پرنسپلې اغلې كېري شوفيل?? د ??لو ځلو او خدمات هم ست??ئنه و??ړه څوك چې د چترال اولس تعليمي معيار لوړولو او معياري تعليم لپاره په تېزۍ سره كار كوي