اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ودې لپاره دې لويديز د رائے د اظهار ازاد?? سره سره د مسلمانانو جذبات هم تر نظره اوساتي، د رائے د اظهار د آزادې په نوم كركه خپرول يو داسې څي?? دے په كوم چې بايد مغرب فكر وكړي چې دغسې د اسلام، مسيحيت او نورو مذهبونو ترمېنځه مرسته زياته شي. صدر دا خبرې د جمعې په ورځ د امريكې په پوهنتون كښې د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ كانفرنس ??ه په ورچوئل وېنا كښې وكړ??. د كانفرنس ??هتمام پخواني سفير اكبر اېس احمد كړے ؤ كوم چې په واشنګټن كښې د امريكې پوهنتون سره تړون لري. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل څنګه چې په اروپا كښې د تېر وخت په ځينې نسلي ظلمونو خبره كول جرم دے، هم داسې مسلمانانو لپاره حضور اكرم صلی الله عليه وآله وسلم سره محبت و عقيدت تر ټولو زيات مهم دے. ده ووئېل د رائے د اظهار د آزادې په نوم د سپكاوي خاكې مسلمانانو لپاره د سخت تكليف وړ ګرځي، د كومو څخه چې مغرب ته د محتاط پاتې كېدو ضرورت دے. صدر ووئيل انسانيت د ګلوبل وارمنګ او وبائي رنځونو په شان خطرو سره مخ دے، بايد يو بل سره د روادارې ډاډګېرنه وكړې شي. ده ووئيل د پاكستان جوړېدو په وخت قائداعظم د مذهبي آزادې اعلان كړے ؤ. ده په امرېكن پوهنتون كښې د اسلامك سټډيز د ابن خلدون چيئر هڅې هم وستائيلې.