اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د تحريك انصاف حكومت د ټا??نو په نظام كښې د سپيځلتيا راوستلو په اصولي دريځ ولاړ دے او مونږ د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې راتلونكو ټا??نو كښې سپيځلتيا باوري كولو له عزم لرو٬مخالف ګوندونه د ووټونو اخستلو٬خرڅولو او د ټګۍ عادت لري ځكه هغوي د جديد ټېكنالوجۍ مخالفت كوي٬بلدياتي ټا??نو كښې به د اي وي اېم كارولو څخه ټول تحفظات لرې شي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان مسل?? ليګ(ن)او پاكستان پيپلز پارټي د تېرو 35 كلونو نه وار په وار حكومتونه كوي خو دې خلكو ?? اولس خېرښېګړې او د هېواد پرمختګ لپاره څه هم نه دي كړي خو د وزيراعظم عم??ان خان په مشرۍ كښې موجوده حكومت د هېواد پرمختګ او اولس ته زيات نه زيات رېليف وركولو په مشن كار كوي ۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل پي ډي اېم سره د اولس لپاره كومه تګلاره نشته٬دې خلكو وړاندې هم څو ځله د حكومت په ضد جلسې جلسونه ګري وو خو هغوي ته هېڅ په لاس ورنغلل ځكه چې اولس هغوي مسترد كړي دي ۔ده ووئيل وزيراعظم عم??ان خان يو ديانت دار لارښود دے او ټول قام هغ?? سره ولاړ دے ځكه حكومت د اپوزېشن ګوندونو د لانګ مارچ او احتجاج څخه كومه يره نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د راتلونكو ټا??نو سپيځلتيا باوري كولو لپاره به هر ډول د الېكشن كمېشن مرسته كوي۔مونږ به الېكشن كمېشن ته د ټا??نو كولو لپاره د لاكهونو په شمېر اي وي اېم مشينونه وركوو۔