اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د او آئي سي د خا??جه وزيرانو کونسل د غېر معمولي غونډې په موقعه خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قر??شي خپل سعودي همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره وليدل۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان پشمول د منطقې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خا??جه وزير په دې موقع ووئيل مونږ سعودي عربستان سره دوه اړخيزه اقتصادي او معاشي اړيكې زياتول غواړؤ۔ خا??جه وزير په سخت وخت كښې د پاکستان په معاونت كولو د خپل همڅنګ مننه كولو سره ووئيل پاكستان په كال 2022 كښې د او آئي سي د خا??جه وزيرانو د 48مې غونډې كوربتوب لپاره چمتو دے۔ ده ووئيل د خا??جه وزيرانو د كونسل د دوه غونډو پرله پسې كوربتوب كول اسلامي نړۍ لپاره د پاكستان د جدي سوچ ترجماني كوي٬ پاکستان او آئي سي د اسلامي نړۍ مستحكم غږ ګڼي ٬ اسلامو فوبيا٬ امن او سلامتيا او د اوږدې مودې شخړو حل لپاره د او آئي سي د فعاله رول لوبولو غوښتنه كوي ٬ د څلوېښت كالو د جنګ جګړو نه پس افغانستان كښې د امن موقع رامخې ته شوې ده۔ شاہ محمود قر??شي ووئيل كه په افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكي انساني بحران مخنيوي له په سمدستي توګه اقدامات ونه كړې شول نو د دې اثرات د ګاٶنډي هېوادونو٬ منطقې او ګردې نړۍ لپاره مضر ثابتېدې شي٬ مونږ د كشمير مسئلې په پرله پسې او غېر متزلزل ملاتړ كولو د او آئي سي مننه كوٶ٬ د 57 اسلامي هېوادونو د غږ په توګه او آئي سي٬ د ملګرو ملتونو د ق??ار??ادونو له مخې د كشمېر مسئلې سپېځلي حل لپاره موثره كردار لوبولې شي۔په دې موقع د سعودي خا??جه وزير د او آئي سي د خا??جه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې لپاره د غوره اتنظاماتو ستائنه كولو سره په زړه پوري كوربتوب كولو د خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قر??شي مننه وكړه۔