اسلام آباد 19دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرت??ج ګل وئيلي دي چې په افغانستان كښې د خوراك كمي او د انساني بحران مخ نيوي لپاره په بېړنې توګه د اقداماتو كولو ضرورت دے. د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خپ??و خبرو كښې زرت??ج ګل ووئيل چې د او آئ?? سي د خارجه وزيرانو غېر معمولي غونډه نه يوازې د منطقې او بلكې د ټولې نړۍ اجتماعي ګټې لپاره د امن او سكون علامت دے. هغې ووئيل چې پاكستان افغان اولس ته د خوراك څښاك څيزونو، طبي سامان، كمبل او نور ضروري سامان رسولو هر ډول ممكنه هڅې كوي. زرت??ج ګل ووئيل چې د وخت ضرورت دے چې اسلامي امت متحد شي او په دې سخت وخت كښې په افغانستان كښې د خپ??و مسلمانانو وروڼو مل??رتيا وكړي.