اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د س??ود?? خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان ا??سعود ملاقات وكړو. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا د اتوار ??ه ورځ جاري شوې خبر پاڼې له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزه سلامتيا، د افغانستان په اوسني صورتحال او دوه اړخيزه دفاعي اړيكو خبرې وشوې. سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 19مه غېر معمولي غونډه په اسلام آباد كښې په رابللو د س??ود?? مشرتابه مننه وكړه. سر لښكر ووئيل چې د او آئي سي د غېر معمولي غونډې په نتيجه كښې به افغانستان د زياتېدونكي د امنيت او انساني بحران څخه بچ كولو لپاره د نړيوالو هڅو مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته وشي. جنرل قمر جاوېد باجوه د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان س??ود?? سره خپلې تاريخي او د ورورلې اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په اسلامي امت كښې د س??ود?? ځانګړې مقام مني. ده ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې استحكام لپاره د كشمير د شخړې سوله ايز حل ضروري دے. سرلښكر ووئيل چې سيمه ايز امن ا?? خوشحالي په نظر كښې ساتلو سره پاكستان ټولو ګاونډي هېوبادشاہ/121246.html">ادونو سره ښې اړيكې غواړي. ملاقات لپاره راغلي معزز مېلمه د افغان صورتحال، د پولې انتظام لپاره په خاص هڅو ، سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان كردار ??ستائيلو او په هره كچه ئې پاكستان سره د سفارتي اړيكو لا ښه كولو د عزم څرګندونه وكړه.