اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د سمندري چارو ??فا??ي وزير علي زېدي وئيلي دي پيپلز پارټي ته تر ټولو زيات زيان زرداريانو رسولے ٬ د هېواد قسمت بدلولو ادعا كوؤنكي دې اول خپل قسمت بدل كړي۔ پاكستان تحريك انصاف هېواد څخه كرپشن ٬ ترهګري او ټګي ختمه كړې ٬ اولس ته ئې يو مضبوط انتخابي نظام ډالۍ كړے او دې مضبوط انتخابي نظام بلاول او زرداري پرېشانه كړي ۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل په سندھ كښې د واكمنې ډلې د لاسه نن د سندھ اولس زحمت سره مخ دے ٬ سندھ كښې له تېرو 30 كلونو څخه دا خلك په حكومت كښ?? دي ٬ د دوئي په مشرۍ كښې په سندھ كښې كرپشن او اقرباﺀ ??رو??ي بام ته رسېدلې ۔ هغه ووئيل پيپلز پارټي اوس ??وازې تر دنننه سندھ پاتې شوې او د پیپلز پارټي قامي سياست نه ويستلو كښې تر ټولو ستر كردار د آصف علي زرداري دے۔ ??فا??ي وزير ووئيل په كومو ګوندونو كښې چې موروثي سياست دے هغوي سره د جمهوريت خبرې نه ښائي ٬ اول دې جمهوريت د خپل ګوند دننه راولي بيا دې په هېواد كښې د دې خبرې وكړي۔