اسلام آباد 12جنوري (اے پي پي) د تعليم، پيشه وره ه تربيې ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د نې??نل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام، د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي حيدر زيدي او د وزيراعظم د اسټيبلشمنټ خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب هم ګډون كولو۔ په غونډه كښې شوګر ايډوائزري بورډ (اېس اے بي) د انډسټري اينډ پروډكشن ډو??ژن څخه نې??نل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډو??ژن ته په منتقل كولو غور وشو۔ كمېټۍ موقف لرلو چې ټول بنيادي غذائي څيزونه د نې??نل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډو??ژن ترمخه كړے شي دغسې چې د سټاك پوزيشن په ښه ډول ترسره شي او د هېواد ضرورت له مخې د خوراك څښاك څيزونو درآمد او برآمد په اړه چارې د فوډ سكيورټي په توګه په ښه ډول ترسره كړے شي كومه چې د هېواد د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت بنيادي ذمه واري ده٬ د نې??نل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډو??ژن سي سي آئي آر ته درخواست وركړے شوے چې انډسټري اينډ پروډكشن ډو??ژن او نې??نل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډو??ژن ترمينځه د شوګر ايډوائزري بورډ ځينې كارونه اوورليپ كېږي دغسې د پريكړې څخه دې وړاندې دا معامله وكتلې شي۔ د غونډې په مهال د سي سي آئي آر چيئرپرسن شفقت محمود پلاننګ ډو??ژن ته سپارښتنه كړې چې په دې معام??ه غور وكړي او سي سي آئي آر ته د خپل سفارشات وركولو له د يو كنسلټنټ خذمات ترلاسه كړي۔ غونډې نې??نل آركائيو آف پاكستان له په قومي ورثه او كلتور ډو??ژن كښې د ځائې وركولو خبره وكړه۔ په دې معامله د كيبنټ ډو??ژن او نې??نل هيريټيج اينډ كلچر ډو??ژن څخه رائے واخستلې شوې او تفصيلي بحث نه پس كمېټۍ پريكړه وكړه چې نې??نل آركائيو آف پاكستان بايد د كيبنټ ډو??ژن سره وساتلے شي