اوسلو 27 جنوري (اے پي پي) د افغانستان د لنډ مهاله حكومت استازو او د ټولنې د بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو افغانانو په ??ولو وګړو زور راوړے چې ھغوي په ??ېواد كښې په زړه پورې تنيجو لپاره په ګډه ك??ر وكړي ٬ دا خبره د اوسلو خبرو نه پس په ??شتركه جاري بيان كښې شوې۔ د ناروے حکومت په سرکاري وېب پاڼه جاري بيان كښې وئيلي دي د اوسلو غونډې ګډون كوٶنكو تسليم كړې چې تفاهم او شريكه مرسته د افغانستان د مسئلو يوازنے حل دے۔ د بيان له مخې ګډون كوٶنكو دا ډول ملاقاتونه د هېواد په ګټه ګرځولي۔ ګډون كوٶنكو د دې خبرې تصديق كړے چې افغانستان د ټولو افغانانو مشتركه كور دے او په دې خبر ټېنګار شوے چې ټولو افغانانو لپاره په ??ېواد كښې غوره سياسي، اقتصادي او د سلامتيا نتيجو لپاره په ګډه ك??ر كولو ته اړتيا ده ۔ ناروے د افغان د لنډ مهاله حكومت نمائندګان د 23 نه تر 25 جنورۍ په اوسلو كښې د ځائي چارواكو او د نړيوالې ورورولۍ نمائندګانو سره سره د سول سوسائټۍ بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو او نورو افغانانو سره ملاقاتونو لپاره رابللې وٶ٬ د ناروے خارجه وزارت وئيلي دي ټولې ډلې په افغانستان كښې د رامخې ته شوو مسئلو حل لپاره اماده كول دي او ناروے د څو كلونو راهسې طالبانو سره خبرې كوي۔ بلخوا د افغان حکومت پلاوي د اوسلو غونډه يو مهم پېشرفت ګرځولے