اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران ??ان وئيلي دي پاكستان چين سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته په درنګه سترګه ګور?? او زما د چين دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي اړيكې نوي بام ته رسولو له مرستياله وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين دورې پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د پاکستان او چين ترمېنځه د سي پ??ك، خاص اقتصادي زونز، سرمايه کارۍ، تجارت، انفارمېشن ټېکنالوجۍ او د كركيلې په څانګو كښې مرسته زياتولو لپاره د جاري كوټلو منصوبو په پېشرفت تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوکت ترين، چوهدري فواد حسېن، اسد عمر?? حماد اظهر، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد، وزير مملکت ف??خ حبيب، د قامي سلامتيا صلاحكار ډاکټر معيد يوسف، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او خالد منصور ګډون وكړو