لاهور 05 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي عل??مه طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې په پېښور كښې د ترهګرې د پېښې سخته غندنه كوو، دا چاودنه په كوم يو جومات، مكتبه فكر يا سوچ نه بلكې په پاكستان او پاكست??ني??نو بريد دے، مونږ به د دښمنانو سازشونه د اتحاد او يووالي د لارې ن??كا??ه كوو، قائداعظم خپل قوت ايم??ني?? د اولس په ملاتړ او د كردار په طاقت په آئين?? او جمهوري طريقه پاكستان ترلاسه كړے، مونږ به د پاكستان د عظيم نه عظيم جوړولو هڅې رو??نې ساتو. دا خبرې عل??مه طاهر محمود اشريف او نورو په ايوان قائداعظم جوهر ټاٶن لاهور كښې د څوارلسم كلن څلور ورځني نظريه پاكستان كانفرنس په وروستې ورځ په خپله وېنا كښې وكړې. د دې كانفرنس موضوع ” د آزادې 75 كاله- خوشحال پاكستان لپاره د عمل لار” وه. كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم خاص استازي عل??مه طاهر محمود اشرفي ووئيل چې مونږ تېره ورځ د پېښور په يو جومات كښې د چاودنې سخته غندنه كوو. دا چاودنه په كوم يو جومات، مكتبه فكر يا سوچ نه بلكې په پاكستان او پاكست??ني??نو بريد دے، خو مونږ به داسې بزدلانه كارروائيو سره كمزوري نه شو، دښمن دلته د يرې فضا جوړول غواړي خو د دښمنانو سازشونه به د اتحاد او يووالي د لارې ن??كا??ه كوو. ده ووئيل چې ياد ساتئ د پاكستان امن زمونږ د ټولو امن دے، كه دښمن مونږ د كوم فرق نه بغېر يو ګڼي نو بايد مونږ هم د هېواد سلامتيا او بقا لپاره يو شو. د پاكستان بقا او سلامتيا زمونږ بقا او سلامتيا ده. ده ووئيل چې په ټولو وګړو د آئين او قانون پاسداري لازم ده. د كانفرنس په مهال وړاندېزونه، قراردادونه او اعلاميه منظوره كړې شوه. د كانفرنس په پاې كښې عل??مه طاهر محمود اشرفي د هېواد پرمختګ، رغونې او استحكام لپاره دعا وكړه.