اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)وزير??عظ?? عمران خان د ګل په ورځ د مصر خارجه وزير سامح حسن شكري ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال وزير??عظ?? عمران خان د مصر خارجه وزير سره د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو خبرې وكړی۔وزير??عظ?? په دې موقع د پاكستان او مصر ترمينځه په تاريخي او ژورو اړيكو رڼا واچوله۔د دواړو هېوادونو ترمينځه په مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره وزير??عظ?? په اقتصادي او تجارتي څانګو كښې د اړيكو په پراخا كولو زور راوړو۔وزير??عظ?? صدر عبدالفتاح السيسي سره د خپلو ملاقاتونواو خبرو ذكر هم وكړو په كومو كښې چې په سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو دم پاكستان او مصر ترمينځه په همغږۍ زور وركړې شوې و۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګټورو روابطو زياتولو ډېرې موقعې او امكانات موجود دي۔وزير??عظ?? عمران خان د مصر خارجه وزير سره په بېلا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د اسلامي امت په معاملو هم خبرې وكړې۔ده په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو او د هند ?? غېر ذمه وار اقداماتو ?? لارې د منطقې سلامتيا ته په ورپښو خطرو هم رڼا واچوله۔وزير??عظ?? د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ څخه د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا د مخ نيوي نړيوالې ورځې په توګه د تاريخي قرارداد د منظورۍ ستائنه وكړه۔وزير??عظ?? د او آئي سي پليټ فارم پشمول په ټوله نړۍ كښې مسلمانانو لپاره د انصاف مقصد مخ په وړاندې په ض??ور?? زور راوړو۔د مصر خارجه وزير په اسلام آباد كښې د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل ??ه 48مه غونډه كښې ګډون كولو لپاره د پاكستان په دوره راغلې۔