اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوهدري پروېز الٰهي ??ره د ترين ګروپ د پنجاب اسمبلۍ غړي او د پنجاب وزيراعلٰی سلاحكار سيد رفاقت علي شاه ګېلاني ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ غړے حسېن الٰهي، صوبائي وزير حافظ عمار ياسر، سېنېټر كامل علي آغا او چوهدري ګل زمان هم موجود وو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په پ??جاب كښې په بدلېدونكي صورتحال تفصيلي خبرې شوي . دغسې په دې مهال سيد رفاقت علي شاه ګېلاني چوهدري پروېز الٰهي ته د خپلې مرستې باور وركړو