اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان ترکيه سره د تجارت، اقتصاد، توان، انفراسټرکچر، ای کامرس او آئي ټي پشمول بېلو څانګو کښې اړيکې مضبوطول غواړي، د دواړو هېوادونو موجوده تجارتي حجم حقيقي استعداد سره سمون نه لري٬ په پاكستان كښې په زړه پورې منافعې سره د سرمايه كا??ۍ پراخه موقعې موجودې دي، د ترک کمپنيو په پاکستان کښ?? د ??رمايه كا??ۍ به ډاډګيرنه كولې شي ٬ دواړه هېوادونه د جمو او کشمیر او شمالي قبرس په شمول د اساسي ??لي ګټو په ټولو مسئلو کښې د یو بل ملاتړ کوي٬ پاکستان له امريكا سره اوږدمهاله او پراخ بنسټه اړیکې لري، امريكا د پاکستان لپاره یو لويې صادراتي منډۍ او د بهرنۍ سرمايه كا??ۍ او ترسيلات زر لويه ذريعه ده٬ د سي پېك يو مهم محور د پاكستان صنعتي پرمختګ دے٬ ??وه اړخيزه اړيكې د معمول له مخې كولو له به هند ته د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو ته يو وارې بيا كتل وي٬ د هندي بربريت او د كشميري اولس د رايې كا??ولو بنيادي حق څخه د پرله پسي انكار د لاسه په تجارتي محاذ پېشرفت ګران دې۔ افغانستان كښ?? د ??شري بحران او معاشي بدحالۍ مسئلې حل كولو به نړۍ له خپله ذمه واري ترسره كول وي٬ په خپلو پښو ودرېدل ٬ سياسي استحكام او تنزل سره د مخ معيشت بحالي زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ د تېر حكومت د ناوړه پريكړو قيمت مونږ ادا كوؤ٬ آئی اېم اېف څخه د قسط اجرا سره به پاكستان كښې سرمايه كا??ۍ لپاره د نړيوال ماركيټ باور بحال او د غېر ملكي زرمبادلې په پنګو فشار كښې كمې رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيه دورې نه وړاندې اناطولیه نیوز ایجنسی سره مركه كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او تركيه په مشتركه مذهب ٬ كلتور او د لساني رابطو په مضبوطو بنيادون اډانه اړيكې لري او دواړه هېوادونه د سياسي بدلونونو نه مبرا دي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د روان كال په مهال د سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي٬ دواړه هېوادونه د جمو او کشمیر او شمالي قبرس په شمول د اساسي ??لي ګټو په ټولو مسئلو کښې د یو بل ملاتړ کوي۔ وزیراعظم ووئيل زه به د كشمير په شخړه د تركي او په خاص توګه د دې د مشرتابه د اصولي ملاتړ مننه كوم۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو يو ډول دريځ لري۔ وزیر اعظم ووئيل د دورې په مهال به هغه د تركيه د نوموړو كا??وباري كمپنيو چارواكو سره ملاقات كوي چې مقصد يۍ پاکستان كښ?? د ??وان ٬ بنيادي اډانې ٬ اي كامرس ٬ ميونسپل ?? د كركيلې صنعت او آئي ټي په شمول په بېلو څانګو كښې په پاكستان كښې موجوده پراخه موقعو څخه استفاده كولو له د دوئي ډاډګيرنه كول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان له امريكا سره اوږدمهاله او پراخ بنسټه اړیکې لري، ده ووئيل مونږ په دې باور لرؤ چې زمونږ ترمينځه پرله پسې تعميري تړون سره منطقه كښې امن ٬ سلامتيا او پرمختګ وده موندلې شي۔ ده ووئيل امريكا د پاکستان لپاره یو لويې صادراتي منډۍ او د بهرنۍ سرمايه كا??ۍ او ترسيلات زر لويه ذريعه ده۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون ٬ صحت ٬ توان ٬ تجارت او سرمايه كا??ۍ په شمول بېلو څانګو كښې مذاكرات كړې دي كوم چ?? د ??وه اړخيزه اړيكو په مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د امريكا ځينې كمپنۍ په پاكستان كښې په زړه پورې كا?? كوي ٬ مونږ پاكستان كښ?? د ??مريكائي كمپنيو د سرمايه كا??ۍ ډاډګيرنه كوؤ۔ ده ووئيل د روان كال په مهال پاكستان او امريكا د خپلو سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ د سي پېك په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو لاندې تړون او مرسته زما د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل او د يوې سوليېزې او سوكاله منطقې لپاره د پاكستان د وژن لمخې دې۔ ده ووئيل مونږ به په اېم اېل ون پېشرفت لپاره چين سره په ګډه كا?? كوؤ۔ ده ووئيل د سي پېك لمخې په پاكستان كښې سړكونه جوړول او د توان بنيادي اډانه كښې د چين سرمايه كا??ۍ سره د برېښنا په كمي قابو موندلو او د پېداواري مركزونو منډيانو سره تړلو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ هند سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزير اعظم ووئيل پاكستان جيو اسټرېټجك څخه جيو اكنامكس پلو مخ په وړاندې روان دے٬ مونږ په خاص توګه په منطقه كښ?? د ??ړون ٬ اجتماعي پرمختګ او خوشحالۍ په بنياد د همكارۍ په ځائې كولو هڅه كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان او هند له د ګډې سود مند تجارت څخه ډېر څه ترلاسه كول دي بياهم د 5 اګست 2019 هندي غېر قانوني او يو اړخيزه ګام د لاسه پاكستان اصولي دريځ خپل ??ړو او دوه اړخيزه سرګرمۍ يۍ تر يو حده كمې كړې۔ دا پرېكړه د كشميريانو د بنيادي حقونو نه محرومه كولو له د هند د غېر منصفانه او ناوړه پالېسۍ ښكاره غندنه كولو عكاسي كوي۔ ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكې د معمول له مخې كولو له به هند ته د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو ته يو وارې بيا كتل وي٬ د هندي بربريت او د كشميري اولس د رايې كا??ولو بنيادي حق څخه د پرله پسي انكار د لاسه په تجارتي محاذ دا مهال پېشرفت ګران دې۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عبوری افغان حکومت سره رابطه مرضي نه د ضرورت معامله ده۔ نړۍ اولس يوازې پرېښودلې نه شي ٬ په افغانستان كښ?? د ??شري بحران او معاشي بدحالۍ مسئلې حل كولو له به نړۍ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده ووئيل د افغان معيشت بشپړه تباهي به افغان اولس ٬ پاكستان او نړيوالې ورورلۍ له ډېره ضرري وي۔ ده ووئيل پاكستان په عبوري حكومت زور راوړي چې هغه دې نړيوال لوظونه وپالي چې افغان خاوره به د ترھګرۍ لپاره نه كا??ول كېږي٬ مېرمنې به زده كړې ترلاسه كوي او يو ټولشموله حكومت به جوړ كړي۔ نړيوالې ورورولۍ له به هم د دې لوظونو پاللو له دوئي سره تماس نيول وي او دې سره به د يو سوليز ٬ مستحكم او سوكاله افغانستان مشتركه مقصد ترلاسه كولو كښې پېشرفت وشي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم ووئيل چې اوسني افغان چارواکو په څو څو وارې مونږ او نړيوالې ټولنې ته باور ورکړې چې دوى به د خپلې خاورې د هيچا په ضد هم د كا??ولو اجازه ورنكړي او دوئي د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د سختې كا??روايۍ كولو او په خپلو سيمو كښ?? د ??وئي د پټ ځايونو د ختمولو عزم كړې دې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د ترهه ګرۍ له مينځه وړلو، په سيمه اؤ هيواد کښې دسولې اوثبات لپاره ټول ګامونه پورته كوؤ۔ د او آئي سي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د او آئي سي بنياد اېښودونكو هېوادونو كښې شامل دې او مونږ د او آئي سي د فعاله جوړولو او د اسلامي نړۍ هېوادونو ترمينځه د نزدې اړيكو ودې له يو په زړه پورې او بشپړه كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان له سعودي عربستان او ايران سره دوستانه او ښې اړيكې لري او دا اړيكې د ګډو اقدارو٬ مذهب٬ تاريخ٬ كلتور او رواياتو په بنياد ولاړې دي۔ د اسلامي امت تر منځ د اتحاد لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوو. ديوې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم ووئيل لکه څنګه چې ده د وزيراعلی په توګه کاميابۍ اؤ پرمختګ لپاره کار کړې دې دغسې غواړي چې د وزيراعظم په توګه هم كا?? وكړي٬ بياهم دغه مهال صورتحال بدل وو او اوس مونږ چېلنجونو سره مخ يؤ كوم چې ډېر سخت دي۔ داقتصادي بحالۍ په اړه وزيراعظم ووئيل ائتلافي حکومت ښكاره قومي ايجنډا لري او لومړې او تر ټولو ستر چيلنج د معيشت بحالۍ ده کومه چې دتېرو څلورو کالو راهسې زوال سره مخ ده۔ ده ووئيل ده ووئيل په هېواد كښې د ټاکنیزو اصلاحاتو له لار?? د ??ڼو، عادلانه او ازادو ټاکنو لپاره ګامونه پورته كول دي، په دې برخه کښ?? د ??تحادي حكومت همكارانو او نورو اړوندو فريقو سره په ګډه كا?? كوؤ۔ ده ووئيل مونږ هڅه کوو چ?? د ??پلې کارکردګۍ په اساس راتلونکو پنځو کلونو لپاره د سوکالۍ وژن وركړؤ۔ ده ووئيل زه د انتقام او بیان بازۍ په ځاي?? د ??دمت او عمل سیاست ملاتړ کوم. ده ووئيل زموږ په حکومت کښې د څلورو واړو صوبو نمائندګي موجود ده۔ ده ووئيل مونږ د تېر حكومت د ناوړه پرېكړو قيمت پورته كوؤ٬ په وخت د تېلو اخستو كښې د ناكامۍ او ضروري څيزونو لپاره د ستراتېجيكي پنګو نشتوالي د لاسه مو وروستو په زياته بيعه اخستل كړي دي چې له امله يۍ په اولس ناوړه اغېز پرېوتې دې۔ ده ووئيل موجوده حكومت د سماجي او اقتصادي اشاريو او په خاص توګه د كم آمدن لرونكې طبقې حالت ښه كولو عزم لري۔ ده ووئيل حكومت سختې مالياتي پالېسۍ ٬ مالياتي خساره كښې كمي ٬ بې وزله اولس ته ريليف وركولو او ضروري څيزونو له ستراتېجيكي پنګو كښې زياتوالي له كا?? كوي چې ورسره به سرمايه كا??ۍ لپاره د نړيوال ماركيټ باور بحال او د غېر ملكي زرمبادلې په پنګو فشار كښې كمې رامخې ته شي۔(MWA/MWA/1623)