ګوادر 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پرمختګ لپاره به ټولې صوبې او سيمې د ځان سره روانول وي٬ په بهرنو قرضو د انحصار په ځاے د كر كېلې او د صنعت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې به خودكفالت ترلاسه كول وي د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د زيارت په ورځ د ګوادر دورې په مهال پ?? بزنس سنټر كښې ځائي فشرمېنز سره په ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د چين پشمول ملګري هېوادونه د سرمايه كارۍ د لارې زمونږ په پرمختګ او سوكالۍ كښې برخه اچوي٬ اولس دې د غېر ملكي سرمايه كارو محافظ جوړ شي، بايد د غېر ملكي وګړو سلامتيا مونږ ته د خپل ځان نه زياته عزيزه وي، دښمن ځي??ي خلق د آله كار په توګھ د دوي په نخښه كولو له كارو??۔ ده ووئيل په پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره د ټولو نه زيات لس اربه فنډ مختص كړے شوے ، ګوادر كښې به فشرمېنز ته بېړيو لپاره دوه زره انجڼې وركولې شي، دوي لپاره به په 200 اېكړه زمكه د استوګنې كالوني جوړولې ش??۔ ده ووئيل پوهنتون جوړېدل به ډېر زر بشپړ شي، ?? پاكو اوبو مسئله به حل كولې ش??۔ ده ووئيل ايران څخه د سل مېګاٶاټ برېښنا لوظنامه شوې ده