كراچې 02 جولائي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان وئيلي دي چې يوه نړيواله كمپنې د منچهر تالاب پاكولو او په لياري ندې ماحولياتي الودګي كمولو لپاره كار ته ت??اره ده. د وزيراعلٰی هاٶس لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې هغې دا خبرې د سندھ وزيراعلٰی سره د ملاقات په مهال په خپلو خب??و كښې وكړې. په غونډه كښې نورو چارواكو هم ګډون وكړو. په دې موقع د سندھ وزيراعلٰی ووئيل چې د كبابو ښه ساتنې لپاره په ټهټه، سجاول، بدين او كراچې كښ?? سكيمونه جوړوو ، په د?? سكيم ب ه دوه اربه روپې لګښت راځي او دا دې مونږ ته د وفاقي فنډ څخه راكړې شي. د سندھ وزيراعلٰی ووئيل چې منچهر تالاب پاكولو سره د كب نيوونكو په روزګار كښې اضافه او د دې اوبه استعمالول غواړو. وفاقي وزيرې شېري رحمان ووئيل چې د سندھ حكومت دې په منچهر تالاب سكيم جوړولو سره راولېږي، مونږ به په دې كار وكړو.