سيالكوټ 03 جولائي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د اقتدار تل??و سره عمران خان خپل حواس هم د لاسه وركړي، د عمران خان د څېرې څخه د ايماندارې نقاب لرې كېږي، ټولټاكنې به په كال 2023م كښې كېږي. ده دا خبرې د ا??وار په ورځ په سيالكوټ كښې د شهابپوره فلائي اوور پرانستې كولو په مهال وكړې. د?? ووئيل چې دا فلائي اوور د ا??تر په موقع د مسلم ليګ ن لخوا د سيالكوټ اولس لپاره يوه لويه ډالې ده. د?? ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف به ډېر زر د سيالكوټ د??ره وكړي او د پرورژې پرانسته به وكړي. د?? ووئيل چې عمران خان محسن كش دے، چې په ده چا هم احسان كړے، هغه ئې نه دې بخښلې. د?? ووئيل چې د عمران خان يو مشن دے او هغه د اټومي طاقت پاكستان كمزورې كول او د هېواد ا??ارې كمزورې كول دي خو مونږ به د پارلمان پشمول د ټولو ادارو دفاع كوو. د?? ووئيل چې د اقتدار تل??و سره عمران خان خپل حواس هم د لاسه وركړي.