اسل??م آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسل??م آباد په كورنګ ناله كښې په سېلابي چپ?? كښې د ګير شويو ماشومانو په بچ كولو د رېسكيو ډلې كاركردګي ستائېلو سره وئېلي دي چې پاك بحريه٬د اسل??م آباد انتظاميې٬پوليسو او د رېسكيو 1122 عملې د فرض شناسي مثال جوړ كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د مېډيا آفس لخوا جاري شوي يو بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې طوفاني سېلابي ريلۍ كښې د رېسكيو عملې چې د كومې جانفشاني٬چابكدستي٬مهارت او دليرۍ مظاهره كړې په دې هغوي ته پیرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل چې په موسمي حالات?? كښې والدين دې د خپلو بچو حفاظت په اړه د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي٬ د لوے څښتن مننه ده چې كومه پیښه نه ده رامخې ته شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې د پینډۍ پشمول د ټول هېواد ضلعي انتظاميې٬پوليس او رېسكيو ډلې دې د اسل??م آباد د ډلې تقليد وكړي۔ دا پېښه ټولو لپاره مثال دے كه چرې مونږ دا ډول ټيم ورك٬محنت او د زړه نه كار وكړو نو انشاﺀالله د سخت طوفاني رېلو څخه به كاميابۍ سره ووځو۔ ده ووئيل چې مونږ به په طوفاني بارانونو او سېلابي صورتحال كښې د قامي او انساني همدردۍ جزبې سره د خپ??و مينه وا??و مرسته وكړو