ا??لا?? آباد 06 جولائي (اے پي پي) وز??راعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پي ټي آئي په حکومت كښې د توان نه تر بنيادي ډھانچې په هره منصوبه كښې د تاخير په سبب لوئې زيان شوے،په دې مجرمانه بې غ??رۍ د انکوائري امر شوے ، د بلوچستان پسماندګي به په سوكالۍ بدلولې شي ??و دا زمونږ شريكه ذمه واري او زما مشن دے۔د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وز??راعظم وو??يل نن د يوې غ??نډې په مهال ما د ګوادر بريك واټر پراجيکټ كښې د مجرمانه غفلت د پلټنو امر كړے ۔ده وو??يل په دې ډير خفه شوم چې د پي ټي آئي حکومت د 445 مليونه ډالره ګرانټ، 484 مليونه ډالره سهولتي قرض او د فزيبلټي موجودګۍ باوجود دا منصوبه نظر انداز کړې ۔ده وو??يل د پي ټي آئي حکومت د توان نه تر بنيادي ډھانچه په هره منصوبه كښې په تاخير كولو د قام لوي زيان كړے ۔ وز??راعظم محمد شهباز شريف وو??يل اوس د پريزنټيشنز وخت ختم شوے او د ټاكنو وخت پيل شوے ۔ده وو??يل ګوادر د سي پيك برخي په حېث نه يواځي د بنيادي ډھانچې پرمختګ په اړه مهم دے بلكه د دې سياسي ، اقتصادي او تزويراتي اهميت هم زيات دے۔ده وو??يل د بلوچستان پسماندګي په سوكالۍ بدلول زمونږ شريكه ذمه واري او زما وژن دے۔