کوئټه 20 جولائي (اے پي پي) د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقی وزیر مولانا عبدالواسع وئيلي دي موجودہ وفاقی حکومت اولسي مسئلو حل كولو لپاره سنجیدہ دے ،نړيواله مندۍ كښې د پټرولیم مصنوعات بيعه كښې د كمي نه پس به اولس له نور ریلیف هم وركړے شي،اولس سره شوي ټول لوظونه به پوره كولې شي۔وفاقی وزیر او د جمعیت علماﺀ اسلام بلوچستان صوبائی امیر مولانا عبدالواسع بيلو پلاويو سره ملاقات كښې ووئيل بدتمیزی٬بدکلامی٬ دروغ او د فساد سیاست د پي ټي آئي ایجنډا ده، د عمران نیازي دور تير شوے٬ هغه چري هم بيا وزیراعظم نه شي جوړيدے۔ مولانا عبدالواسع ووئيل هېواد كښې د تباهۍ ذمه وار تېر واكمن دي چا چې د هېواد معاشی حالات خراب كړي ۔وفاقی وزیر ووئيل ضمنی ټاكنو كښې پي ټي آئي پي ټي آئي له ماتې وركړې،پخوانو لوبغاړو اوسنو لوبغاړو له ماتې وركړې ?? ده ووئېل پي ټي آئي په 20 چوكو كښې 5 بيللي نو خوشحالي او مباركي د څه خبرې ۔ده ووئيل جمعیت علماﺀ اسلام عمر له د آئین او قانون سرلوړۍ له هلي ځلي كړي ځكه چې آئین نه غير چارې نه ښه كېږي دې لپاره مونږ هڅې كوو چې ټولې چاري د آئین او قانون له مخې وچلولې شي۔