کراچۍ 29 جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د جمعې په ورځ د انټر بورډ کمېټي آف چيئرمېن (آئي بي سي سي)د سيمه ايز دفتر په کراچۍ كښې د نوې ودانۍ پرانسته كړې۔ په دې موقع د سن??ھ يونيورسټريز اېنډ بورډز وزير محمد اسماعيل راهو او نورو اړوندو چارواكو سره سره د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز٬ د بوډز چيئرمېنز او ?? لوړو زده كړو كمېشن عهدېدارو ګډٶن كولو۔ دستورې ته د وېنا او ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل موجوده حکومت هېواد ته د ژوند په ټولو څانګو كښې په رامخې ته چېلنجز قا??و موندلو لپاره بشپړه هڅې كوي دغسې چې اولس ته زيات ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل اتحادي حكومت د ماضي ټول غلط كارونه ختمولو سره هېواد د پرمختګ او ??وكالۍ په لاره د روانولو عزم كړے۔ ده ووئيل د اسلام آباد په انټرميډيټ بورډ كښې مهم اصلاحات نافذ كړے شوي او ?? هېواد په 30 تعليمي بوډز زور رواړلے شوے چې ھغوي په تعليمي نظام كښې بهترۍ لپاره اسلام آباد بورډ رول ماډل جوړ كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه په اېډهاك ازم باور نه لرم٬ د اتنظامي ادارو او نتطيمونو د مشرانو ټاكنې روانې دي٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ټاكنې لپاره سرچ كمېټۍ خپل سفارشات ته حتمي شكل وركولو سره سمري وزيراعظم ته لېږلې ده۔ په دې موقع وفاقي وزير د مختلف تعليمي بورډز پوزېشن هولډرز زده كوٶنكو ته شيلډز هم وركړل