اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د ??طل??عاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د خالي په ورځ د ??طل??عاتو وزارت، سي ډي اے او فېډرل ډائرېكټورېټ آف اېجوكشن تر سيوري لاندې د قومي بېرغ د پېنټنګ او ډائمنډ جوبلي په دستورو كښې د خاص مېلمنې په توګه ګډون وكړو. د قومي بېرغ پېنټنګ په دستوره كښې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو زده كوونكو ګډون وكړو كومو چې په خپلو لاسونو د پاكستاني بېرغ پېنټنګ وكړو. د دستورې په پېل كښې د ??طل??عاتو وفاقي وزيرې د سكول ماشومانو سره يو ځائ قومي ترانه زمزمه كړه. د دې څخه وړاندې په ډائمنډ جوبلي فېسټول كښې پوليسو او د فرنټيئر كور ډلو د پرېډ مظاهره وكړه. په پرېډ كښې د اسلام آباد پوليسو، پنجاب پوليسو، سندھ پوليسو، بلوچستان پوليسو، د خېبر پښتونخوا پوليسو ، آزاد كمشير پوليسو او د فرنټيئر كور ډلې موجود وې. پوليس فورس او د فرنټيئر كور ډلو درنو مېلمنو ته سلامي وكړه. په دستوره كښې په لوي?? شمېره اولس ګډون وكړو. په دستوره كښې د مسلم ليګ ن لارښوده طاهره افضل تارړ، د ??طل??عاتو سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن، د اسلام آباد پوليسو اعلٰی چاراكي او د سندرغاړو پشم??ل په لوي?? شمېره اولس موجود و.