اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي حكومت سېلاب ځپليو سره ولاړ دے٬ده اړوندو چارواكو ته هدايت كړے چې د رېليف كارونه لا ګړندې كړي٬وفاقي وزير دا هدايات په هېواد او په خاص توګه په بلوچ??تا?? كښې د سېلاب صورتحال نګرانۍ لپاره د يوې بېړنۍ غ??نډې مشرۍ كولو په مهال جاري كړي۔په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن٬د اېن ??ېچ اے چيئرمېن٬د بلوچ??تا?? څخه د قامي اسمبلۍ غړو او د صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ ادارو مشرانو ګډون كولو۔د غونډې په مهال وفاقي وزير ته په هېواد او په خاص توګه بلوچ??تا?? كښې د سېلاب صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزير اېن ??ېچ اے ته هدايت وكړو چې د سېلاب له امله د ځپليو شوو لويو لارو بحالي باوري كړي چې دغسې د د مرستې په چارو كښې خنډ راپېدا نه شي۔وفاقي وزير سپاركو ته هم ه??ايت وكړو چې په سندھ كښې د سېلاب صورتحال جاج اخستو لپاره فضائي معائنه هم وكړي۔وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته ووئېل د بي آئي اېس پي د لارې دې ځپليو سر?? نغده مرسته باوري كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل پاك??تا?? يو غېر معمولي آفت سره مخ دے او سره د محدودو وسيلو حكومت د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره هر ډول ممكن هڅې كوي۔وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته د كال سنټر جوړولو هدايت هم وكړو۔د دې نه پس وفاقي وزير بلوچ??تا?? سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره جلا د يوې بېړنۍ غ??نډې مشري وكړه۔وفاقي وزير ووئيل حكومت په دې سخت وخت كښې د بلوچ??تا?? اولس سره ولاړ دے او وزيراعظم شهباز شريف په دې اړه پرله پسې خبرولے شي