اسلام آباد۔19ستمبر(اے پی پی) په متحده عرب امارات كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا ترسيلات زر كښې د اګست مياشت?? په مهال 17 فيصده زياتوالې ريكارډ كړې شوې دې۔ د روان مالي كال اولنو دوه مياشتو په مهال يو اے اي څخه په ترسيلات زر كښ?? په كلنو بنيادونو 8 فيصده كمې ريكارډ كړې شو۔ د پاکستان د شمارياتو بېورو لخوا په دې اړه د جاري كړې شوې شمېرو له مخې جولائي څخه تر اګست مياشتې موده كښ?? په متحده عرب امارات كښې كار كوؤنكو پاكستانيانو د 988 ملین ډالرو زرمبادله هېواد ته راولېږله كومه چې د تېر مالي كال دومره مودې پ?? مقابله كښې 8 فيصده كمه ده۔ په اګست كښې يو اے اي څخه د ترسيلات زر حجم 531 ملین ډالر ریکارډ كړې شو كوم چې د جولائي پ?? مقابله كښې 17 فيصده زيات او د تېر كال اګست مياشتې پ?? مقابله كښې يو فيصد زيات دې۔ په جولائی كښې يو اے اي كښې كار كوؤنكو پاكستانيانو د 456 ملین ډالر او تېر كال د اګست مياشت كښې د 528 ملین ډالرزرمبادله هېواد ته رالېږلې وه۔ د سټېټ بېنك لخوا د قانوني او بېنكنګ ذريعو د لارې د ترسيلات زر ډاډګيرنې لپاره د پورته كړې شويو ګامونو او وركړې شويو اسانيو په نتيجه كښې د سمندر پورې پاكستانيانو په ترسيلات زر كښې د مياشت?? په بنيادونو 8 فيصده نمو ريكارډ كړې شوې ده