نیویارک۔20ستمبر (اے پی پی) وزير اعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ابراهيم رئيسي او د سپېن صدر پيډروسان شير سره سره جلا جلا وليدل. په دې ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وكړې شوې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر مشر ابراهيم رئيسي سره وليدل۔ د ملاقات په مهال د دواړو ه??وا??ونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې اترې وشوې۔ دې نه علاوه وزيراعظم محمد شهباز شريف د سپېن صدر پېډروسان شيز سره هم ملاقات وكړو۔ دواړه لارښودو په دې مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دا ملاقاتونه د م??ګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77 مې غونډې په موقعه وكړې شول۔ دې ملاقاتونو كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ٬ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم ګډون كولو۔