نیو یارک ۔23ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نړۍ پاكس??ان كښی د موسمياتي بدلون د لاسه د راغلي سې??اب تباهۍ نه خبرولو سره وئيلي دي په درېو كښې يوه برخه پاكس??ان په اوبو كښې ډوب شوے ٬ د نړيوال حدت زياتو ناوړه اثراتو پاكس??ان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ، پاكستانے اولس د نړيوال حدت زيان پورته كوي ٬ د قامي سلامتيا تعريف اوس بدل شوے ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي او د سباؤن تګلاره وضعه كول?? له به يو ځائې ناسته كول وي ګني جنګونو لپاره به كوم مېدان پاتې نه شي۔ هند د مظلومه كشمير اولس حق غضب كول?? له مقبوضه جموں وكشمير د نړۍ تر ټولو لويه پوځي سيمه ګرځولې ده٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادون?? له مخې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به كشميري اولس سره ولاړ پاتې يوؤ٬ جنګ د مسئلې حل نه دے٬ شخړې د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ له به د خپلو وسائلو رخ اولس پلو كول وي۔ د د?? خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو 77 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم د خپلې وېنا پېل د قرآڼ پاك د آيت نه وكړو۔ شهباز شريف په خپل خطاب كښې ووئيل نن زه د خپل هېواد پاكس??ان حالات بيانول?? له دلته ولاړ يم ولې زما زړه او دماغ دا مهال هم په خپل هېواد كښې دي٬ مونږ چې د كومو ستونزو نه تېرېږو هغه په ټكو كښې بيانېدې نه شي۔ ده ووئيل تر 40 شپو يو تباهي خپرونكې سې??اب په مونږ مسلط پاتې شوے كوم چې د پېړيو پېړيو موسمياتي ريكارډ مات كړے ۔ ده ووئېل نن هم د هېواد يو لويه برخه په اوبو كښې ډوبه ده۔ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 33 ملينه وګړي د روغتيا خطرو سره مخ دي په كومو كښې چی 6 لكه اميدوارې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده ووئيل د سې??اب د لاسه 1500 نه زيات كسان په حق رسېدلې دي په كومو كښې چې د 400 نه زيات كوچنيان هم شامل دي۔ ده ووئيل د سې??اب د لاسه خلق ځاني زيان سره مخ شوي ،370 پلونه تباه شوي او 10 لكه ډنګر مړه شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د سې??اب د لاسه د اولنو انداز?? له مخې 13 زره كلوميټره نه زيات سړكونو ته زيان رسېدلے دے۔ څلور ملين اېكړه باندې ولاړ فصلونه له مينځه تللي٬ د لكھونو په شمېر خلق بې كوره شوي ۔ ده ووئيل د ماحولياتي آلودګۍ د لاسه پاكس??ان ځپلے كېږي٬ پاكس??ان كښې مو دا ډول آفت كله هم نه وو ليدلے۔ ده ووئيل مونږ دې نه وړاندې زياتېدونكي درجه حرات او اوس سې??اب سره مخ نه وؤ٬ حال دا دے چې په نړۍ كښې كوم كاربن فضا ته لېږلے شي په هغې كښې د پاكس??ان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ ده ووئېل مونږ چې كومو مسئلو سره مخ يو د هغې سبب مونږ نه يؤ۔ وزیراعظم ووئيل پاکس??ان كښې خلق دا وائي چې مونږ سره داسې ولې وشول؟۔ ده ووئيل حقيقت دا دے چې دا آفت زمونږ دلاسه نه دې راغلے ٬ زمونږ ګلېشیئرز په تندۍ سره ويلې كېږي?? ځنګلونه سوزي او د ګرمۍ چپه د 53 ډګري سېنټي ګرېډ نه زياته شوې كومه چې د زمكې تر ټولو ګرمه سيمه جوړېږي۔ ده ووئيل مونږ تباهي كونكي پشكال سره مخ يؤ لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په زيات مناسب ډول بيان كړے۔ ده ووئيل دا يوه خبره زياته ښكاره ده چې څه په پاكس??ان كښې رامخې ته شوي هغه به يواځې تر پاكس??ان محدود نه وي۔ ده ووئيل د خپل اولس لخوا په سخت وخت كښې د مرسته كوؤنكو مننه كوم۔ ده ووئيل زه د پاكس??ان په دوره كولو د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر هم مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ د پرمختيائي فنډ برخه هم د رېسكيو او ريليف په چارو مصرف كوؤ۔ ده ووئيل تردې دمه سې??اب ځپليو ته 70 اربه روپۍ وركړې شوي دي