لندن۔25ستمبر (اے پی پی) وزیر ا??ظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتېرس باور راكړې دې چې د سېلاب ځ??ليو بحالۍ له به زر تر زره ډونرز كنفرنس وكړے شي۔ وزیرا??ظم له لندن څخه د وېډيو لنك د لارې پاكستان كښې په سېلاب ځ??ليو سيمو كښې د بحالۍ د كارونو جاج اخستلو له د يوې مهمې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ګډون كولو۔ د وزیر ا??ظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېلاب ځ??ليو بحالۍ په اړه رابللې شوې غونډې ته وزيرا??ظم ووئيل د ملګرو ملتونو د اوسنۍ غونډې په مهال زما د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په شمول د نړۍ مهمو لارښودو سره ملاقاتونه شوي په كومو چې ما هغوي پاكستان كښې د سېلاب دلاسه د رامخې ته شوې تباهۍ او په دې لړ كښی د حكومت لخوا مرستې او بحالۍ له د روانو كارروائيو په اړه خبر كړل۔ ده سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز سره د خپلو تېلېفوني خبرو ذكر هم وكړو۔ وزیرا??ظم ووئيل ما نړيوال لارښود په پاكستان د موسمياتي بدلون د سخت اغېز او په دې اړه د پاكستان د دريځ نه خبر كړل۔ د نړيوالو لارښودو لخوا په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي زيان خواخوږي او غمرازي ښكاره كړې شوه او دا باور راكړے شو چې اخلاص سره به د پاكستان مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګېټس سره د ملاقات په مهال په سېلاب ځ??ليو سيمو كښې د كوچنيانو خوراك لپاره ورلډ فوډ پروګرام څخه د مرستې په اخستو خبره وشوه۔ وزیرا??ظم زياته كړه چې د لويے څ??تن په فضل او بيا د نړيوالې ورورولۍ او پاكستاني ادارو د هڅو په نتيجه كښې به مونږ كه لويے څ??تن ته منظور وي دې ستونزې څخه ډېر زر بهر شؤ۔ وزیرا??ظم ته د نېشنل فلډ رسپانس کوآرډینیشن سېنټر چارواكو لخوا په ګرد هېواد كښې په سېلاب ځ??ليو سيمو كښې د بحالۍ كارونو په اړه بريفنګ هم وركړے شو