اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان او برتانيه خپلو كښې قوي اړيكې لري٬پاكستان د ب??تانيې سره تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ دفا??٬ سلامتيا ٬ كلتور پشمول په ګڼو څانګو كښې مرستې لا پراخا كولو له لوظي دے۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د ب??تانيې د سوئېلي آسيا او دولت مشتركه وزيرمملكت ??ار?? طارق احمد د جمعې په ورځ ملاقات كړې۔ وزيراعظم د پاكستان او برتانيې ترمينځه تجارت او د سرمايه كارۍ په مثبت انداز د اطمينان څرګندونې سره ووئيل دوه اړخيزه تجارت 3.1 ارب پاؤنډ ته رسېدلې۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه نزدې اړيكو جوړولو كښې د 16 لكه پاكستانيانو د مثبت كردار حواله وركړه۔??ار?? طارق احمد په پاكستان كښې د سېلاب په وجه په شوي زيان د ب??تانيې حكومت د اړخه غمرازي ښكاره كړه۔وزيراعظم د سېلاب په اړه د مرستې په هلو ځلو كښې د ب??تانيې په حمايت د هغوي مننه وكړه۔وزيراعظم د هند په غېر قانوني توګه مقبوضه جمو كشمير كښې د ب??ري حقونو خلاف ورزو څخه خبرولو سره زور راوړو چې د كشميريانو د خواهشات او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې امن ناكه حل سوئېلي آسيا كښې د اوږدې مودې امن او استحكام لپاره ضرورې دې۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې د پاكستان د اصولي حمايت پخلې وكړو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د دښمنۍ په سمدستي توګه ختمولو غوښتنه او د يوكرين شخړې زر تر زره د خبرو اترو د لارې ختمولو لپاره د سفارتكارۍ په حاجت زور راوړو۔وزيراعظم د ب??تانيې وزيرمملكت او د هغه پلاوي په اعزاز كښې د ماسخوتن مېلمستيا اهتمام وكړو