اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) خارجه وزيلر بلاول بھټو زرداري د چين كميونسټ ګوند په 20م قامي كانګريس مباركي وركولو سره وئيلي چې كميونسټ ګوند په خپل ټول تاريخ كښې نړيوال امن او د چين پرمختګ او سوكالۍ لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړې دي، كميونسټ ګوند جنرل سيكرټري شي جن پنګ په مشرۍ كښې عوامي جمهوريه چين ?? پرمختګ پلو تندۍ سره روان دې۔د اتوار په ورځ په خپل يو پيغام كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل ماؤ زے تنګ په شان هيرو ليډر په مشرۍ كښې جوړ شوې د چين كميونسټ ګوند 20م قامي كانګريس په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې نړيوال سياسي، معاشي او اقتصادي صور??حا?? بدلېږي،زه باور لرم چې د شي جن پنګ په ښه مشرۍ كښې به د چين كميونسټ ګوند نړيوال سياست او امن كښې خپل كردار روان وساتي?? ده ووئيل پاكستان پيپلز ګوند او د چين كميونسټ ګوند ترمينځه اړيكي يو تاريخ لري ،زما نيكه شهيد ذوالفقار علي بھټو او زما مور شهيدي بے نظير بھټو او پخواني صدر آصف علي زرداري د دواړه ګوندونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكي مستحكمولو كښې كردار ترسره كړې دې۔ د پاكستان اولس په هر موسم كښې آزم??ئي??ي شوې او پولادي ورور چين كميونسټ ګوند له په 20م قامي كانګريس مباركي وركولو سره دا هيله لري چې د دواړه هېوادونو اړيكي به لا قوي شي۔خارجه وزير د چين كميونسټ ګوند له په 20م قامي كانګريس مباركي وركولو سره د چين ??ولس سوكالۍ او امن تسلسل لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔