اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات?? او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مشر خبريال او اېنكر پرسن ارشد شريف ??ه كينيا كښې په ناڅاپي مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې د ارشد شريف ??ور او په پاكستان كښې د كينيا سفير سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دې ووئيل د پاكستان حكومت د ارشد شريف ??ړينې حوالې س??ه د كينيا حكومت او اړوندو چاراكو سره رابطه كښې دې۔ دې ووئيل د ارشد شريف ??ور د ځوي د مرګ حوالې س??ه ترلاسه شويو ټولو معلومات?? او په دې لړ كښې شوي پېشرفت څخه خبر كړې شوې ده۔ دې ووئيل د ارشد شريف ??ه مرګ راته سخت افسوس شوے دے٬ مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ دې ووئيل د ارشد شريف د مرګ سببونو معلومولو له هڅې روانې دي۔ دې ووئيل د كينيا حكومت په سركاري توګه د ارشد شريف د مرګ په اړه هېڅ نه دي وئيلې٬ څه وخت چې د كېنيا حكومت مونږ خبر كړي مونږ به تفصيلات د ارشد شريف ??ورنۍ ا?? اولس ته وړاندې كړؤ۔ دې ووئيل په پاكستانۍ ميډيا د ارشد شريف ??ه اړه بې بنسټې خبرې د افسوس وړ دي۔ دې ووئيل په كينيا كښې د پاكستان سفير پوليس چارواكو سره رابطه كښې دې او هغه د آئي جي دفتر ته ځي۔ دې س??ه سره په پاكستان كښې د كينيا سفير سره هم تماس نيولے شوے دے او هغه د بشپړه مرستې باور راكړې دې۔ پاكستان كښې د كينيا سفير به خپل حكومت څخه معلومات ترلاسه كولو سره مونږ خبر كړي۔ د كينيا د داخله وزارت امنيتي ادارې س??ه مو هم تماس نيولے دے٬ حقائق به اولس ته وړاندې كوؤ۔ دې ووئيل د مصدقه معلوماتو تر راتلو پورې دې د بې بنسټه خبرونو خپرولو څخه ډډه وكړې شي۔ دې ووئيل د ارشد شريف د مرګ حوالې س??ه ټولو حقائقو ته به ځان رسوؤ۔ دې دعا وكړه چې لويے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔