اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اسلامي هېوادونو تنظيم(او آئ?? سي)د فورم د لا??ې په ټوله نړۍ كښې د اسلامو فوبيا زياتو شوو بنيادي وجوهاتو او دا په اجتماعي توګه حل كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي او آئ?? سي د اسلامي امت اجتماعي غږ دے۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه ا?? آئ?? سي جده كښې د پاكستان نومولي مستقل استاز?? سيد محمد فواد شير سره په خبرو كښې كړی چا چې د ګل په ورځ په ا??وان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو ۔صدر ووئيل او آئ?? سي دې په ټوله نړۍ كښې د مسلم اقليتونو د بنيادي بشري حقونو تحفظ لپاره موثر اقدامات وكړي۔ده ووئيل نړۍ له په هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د زياتو شوو تشدد پېښو نوټس اخستل پكار دي۔ده هيله څرګنده كړه چې د او آئ?? سي ټول مسلم غړي هېوادونه به د كشمير مسئلې حل لپاره مثبت پېشرفت وكړي او د هند د غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه كشمير كښې په خلقو د ظلم بندولو كښې به كردار ادا كړي۔صدر د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل تشدد او په غېر قانوني اقدامات د خپل تشويش څرګندولو سره ووئيل دا ډول اقدامات د بشري اقدار?? ٬بشري حقونو او د نړيوال قانون په ضد دي۔ده ووئيل تر څو چې د فلسطين مسئله حل شوي نه وي مينځني ختيز كښې مستقل امن نشي راتللے ۔صدر مملكت ووئيل پاكستان د سائنسي او تكنيكي مرستې لپاره د او ائ?? سي قائمه كمېټۍ(كامسټيك)د لا??ې د او آئ?? سي هېوادونو ترمينځه د سائنس او تكنيكي مرستې ودې لپاره كار كوي۔ده ووئيل د پاكستان علامه ا??بال اوپن يونيورسټي او ورچوئل يونيورسټي د تعليمي ماډيولز د لا??ې غړو هېوادونو ته آئن لا??ن تعليم او د آئي ټي مهارتونه وړاندې كولې شي۔ده ووئيل نزدې 8000 غېر ملكي زده كوونكي د ورچوئل يونيورسټۍ څخه ګټه پورته كوي او د تعليم په څانګه كښې د اسلامي هېوادونو سره د لا مرستې په سبب به دا شمېره لا زياته شي۔دغسې صدر نامزد سفير ته د او آئ?? سي غړو هېوادونو ترمينځه د تجارت زياتولو لپاره د كار كولو هدايت وكړو۔