اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې د خيلج مرستې كونسل(جي سي سي(سېكرټري جنرل ډاكټر نائيف فلاح اېم الحجراف سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير د خليجي ??ېو??دونو سره د پاكستان اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان جي سي سي په منطقه كښې د يو مهم تنظيم په توګه ليدل غواړي٬كوم چې د پاكستان او خليجي رياستونو ترمينځه سياسي او اقتصادي اړيكې لا پراخه كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔خارجه وزير او د خل??ج مرستې كونسل سېكرټري جنرل د جي سي سي او د دې غړو ??ېو??دونو سره د پاكستان روانو اړيكو او د مرستې د صورتحال جائزه واخسته۔خارجه وزير د اړيكو په رفتار د اطمينان څرګندونه ??ولو سره د دې رفتار لا تندولو په ضرورت زور راوړو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان جي سي سي او د دې غړو ??ېو??دونو سره اداره جاتي روابط لا قوي كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان د سټريټجك ډائيلاګ راتلونكې دور كوربتوب لپاره چمتو دے كوم چې به ډېر زر په شريكه توګه په مناسبه نېټه اسلام آباد كښې كېږي ۔خارجه وزير او د خل??ج مرستې كونسل سېكرټري جنرل د سيمه او نړيوالو مسئلو پشمول د هند په غېر قانوني توګه ق??بض كړي جمو كشمير٬د افغانستان او د يمن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه ??م وكړه۔خارجه وزير سېكرټري جنرل د دې مسئلو په اړه د پاكستان د دريځ نه خبر كړو او وې وئېل پاكستان او جي سي سي ??ېو??دونه شريكې ګټې له په ټولو مسئلو يو ډول دريځ لري