اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د کلائميټ چېنج په اړه د کوپ-27 مشرانو غونډه كښې پاکستان په ‘ګلوبل شيلډ فنډنګ هېوادونو’ فهرست كښې د شاملولو پرېكړې ستائنه كولو سره وئ??لې دي پاکستان او شپږ نور هېوادونه به د ‘ګلوبل شيلډ’ ترلاسه كوٶنكي وړ??مبي هېوادونه شي۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده دا پرېكړه د پاكستان پارلماني او د خارجه سفارتكارۍ لويه كاميابي ګرځولو سره وو??يل دا خبره د ذكر وړ ده چې د پاكستان قامي اسمبلۍ په دې ورستيو كښې په روانډا كښې د آئي پي يو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګلوبل کلائميټ فنډ جوړولو قرارداد وراندې كړے ٶ۔ ده وو??يل د آئي پي يو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د وړاندې كړي قرارداد سرخط موسمياتي بدلون سره د اړوندو زيانونو مخنيوي لپاره د موسمياتي خطرو سره د مخ شوو هېوادونو لپاره د نړيوال فنډ جوړولو سهولت ٶ