شرم الشېخ 16نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان اوسني سېلاب نړۍ بېدا??ه كړی٬ ماحولياتي بدلون او نړيوال حدت زياتېدو يو ځل بيا نړۍ په مهمه ايجنډا راجمع كولو سره بحث پیل كړے ٬د موسمياتي بدلون په اړه به مېډيا٬لوكل ګورنمنټ٬تعليمي نظام او د كميونټۍ سسټم له م??ې د خبرتيا كمپائن چلوو ۔يوې غېر ملكي خپرونې ادارې سره د شورو په ورځ په خپله م??كه كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په شرم الشېخ كښې د كوپ-27 كنفرنس په موقع ګډون كوونكو د پاكستان پويلين دوره وكړه او د يووالي څرګندون?? يې هم وكړه۔په كنفرنس كښې ګډون كوونكو په نړيواله كچه د داسې فنډ جوړولو په حاجت زور راوړو چې ورسره د پاكستان پشان پرمختګ كوونكي هېوادونه د موسمي ز??ان مخ نيوي لپاره د خپل صلاحيت كارولو لپاره م??سته تر لاسه شي۔وفاقي وزير ووئيل زما دلته د راتللو مقصد د اوسني سېلاب له امله پاكستان ته رسېدلے ز??ان رامخې ته كول وو او دا هم وئېل وو چې زمونږ سره د بحالۍ٬آبادولو او د تعمير نو منصوبه شته۔ده ووئيل حكومت يوو لس كلنه منصوبه لري كومه به چې د ډونرز كنفرنس څخه وړاندې پبلك كولې هم شي چې له م??ې ب?? يې پاكستان په سباؤن كښې د آفتونو څخه بچ كېدو لپاره انفراسټركچر٬كميونټي سسټم او اداره جاتي اصلاحات كښې بدلون راولي او پرمختګ به كوي۔دې سره به افتونو كښې لږ نه لږ ز??ان كېږي۔ده ووئيل د مرستې ترسيل كښې سپيځلتيا تر نظره ساتلو سره وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپليو مرستې په اړه ډيش بورډ جوړ كړے ؤ كوم چې اولس ته وړاندې كړے شوے ۔دغسې د سپيځلتيا لپاره به تهرډ پارټي آډت كولې شي٬د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كله چې د نيم نه زيات هېواد سېلاب كښې ډوب شو نو هغه وخت عمران خان بايد د سياسي جلسو په ځاے د اولس مرسته كړی وه ۔