اسلام آباد۔23نومبر (اے پی پی) داخله وزارت د پي ټي آئي لانګ مارچ په مهال د ترهګرۍ اندېښنې تر مخه د اولسي غونډې مؤخر كولو وړاندېز وركړے ٬ په اولسي غونډه كښې ځانمرګې بريد يا بمي بريد هم كېدے شي٬ د پي ټي آئي عمومي سېكتر ??سد عمر ممكنه خطرو څخه خبر كړے شوے۔ د داخله وزارت وياند له مخې د پي ټي آئي په لانګ مارچ كښې د ترهګرۍ اندېښنې په اړه داخله وزارت يوه چيټۍ د پي ټي آئي عمومي سېكتر ??سد عمر ته استولې په كومه كښې چې په هېواد كښې د ترهګرۍ د اوسنيو پېښو حواله وركړې شوې ۔ په چيټۍ كښې وئيلې شوي انتها خوښي ګوندونه د پي ټي آئي په لانګ مارچ ترهګر بريد كولې شي٬ په بريد كښې د بهرنيو عناصرو لخوا د كارروايۍ هم اندېښنه ده٬ اولسي غونډې د ترهګرۍ نخ??ه جوړېدې شي٬ په اولسي غونډو ځانمرګې بريد يا بمي بريد كېدے شي۔ په مراسله كښې وئيلې شوي پاكستان تحريك انصاف دې په پېنډۍ كښې خپله اولسي غونډه مؤخر كړي۔